طالبان: د امریکا سره شوي هوکړې ته ژمن یو،جګړه د چا قرباني اخلي د خلکو که د امریکا؟

روهي ( یوه نۍ/  ۵ د سلواغې )، طالبانو له امریکا سره د هوکړې ټولو مادو ته ژمنتیا ښودلې. دوی دا خبره د سپینې ماڼۍ د هغه پرېکړې په غبرګون کې کړې چې ویلي یې وو، د ټړامپ له ادارې سره د طالبانو د لاسلیک شوې هوکړې ارزول غواړي.
 
له امریکا سره د دوحې په لاسلیک شوي تړون کې د طالبانو اساسي ژمنې دا وې چې تاوتریخوالی به کموي؛ پر بهرنیو ځواکونو به بریدونه دروي؛ له القاعدې او نورو نړیوالو ترهګرو ډلو سره به اړیکې شلوي او د افغانستان له خاورې به د امریکا پر ضد د استفادې اجازه نه ‌ورکوي.
 
دا په داسې کې ده چې که څه هم طالبان دغو خبرو ته ځان ژمن بولي، خو له دې وړاندې افغان چارواکو ادعا کړې چې طالبانو تاوتریخوالی نه‌ دی کم کړی او له القاعدې سره ‌یې هم اړیکې ساتلې دي، هغه ادعاوې چې طالبانو رد کړې دي. 
 
د ملي مصالې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله ویلي چې طالبانو تر اوسه پورې په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی. نوموړي کابل کې یوې خبري ناستې ته په خبرو کې زیاته کړې، طالب وسله والو د بهرنیو او کورنیو غوښتنو سره سره د تاوتریخوالي کچه نه ده کمه کړې او د ده په خبره، دا چاره د سولې خبرو د روان بهیر د ورو پرمختګ لامل شوې ده.
 

افغان حکومت وایي پاکستان دې طالبان د جګړې کمولو او اوربند ته وهڅوي. د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې افغان حکومت د سولې په برخه کې د ټولو هېوادونو همکاریو ته په درنه سترګه ګوري. سرچینې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پر وروستیو څرګندونو غبرګون ښودلی او ویلي یې دي دغه هېواد ته په کار ده چې طالبان سولې او دایمي اوربند ته وهڅوي. 
 
بهرنیو چارو وزارت وایي افغان حکومت په ځلونو سولې ته خپله ژمنتیا ښودلې ده خو طالبانو تر اوسه پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

طالبان وایي له امریکا سره د سولې شوي هوکړې ته ژمن دي.
په داسې حال کې چې لا هم د کابل په ګډون ولایتونو کې عام خلک هره ورځ د جګړې قرباني دي وایي د سولې په اړه یې هیلې مړاووې شوي.