طالبانو په افغانستان کې له چین د کرونا ناروغۍ د مخنیوي په برخه کې مرسته غوښتې

روهي (جمعه/۳ د سلواغې)، طالبانو له چین غوښتي چې افغانانو سره د کرونا ناروغۍ مخنیوي او واکسین برخه کې مرسته وکړي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند، ډاکټر محمد نعیم وایي، د قطر د سیاسي دفتر مشر ملاعبدالغني برادر تېر ماښام دوحه کې له چینایي سفیر ژوجیان سره کتلي او د سولې پر روان بهیر یې خبرې کړي.

محمد نعیم وایي، لیدنه کې د بین لافغاني خبرو پر اوسني وضعیت خبرې وشوې او همداراز د دوحې تړون پر پوره عملي کېدو ټینګار وشو. 

نوموړی وایي، ملابرادر د چین له سفیر څخه وغوښتل چې افغانانو سره د کرونا ناروغۍ په مخنیوي او واکسین برخه کې مرسته وکړي.