رباني: څلور لسيزې کيږي امريکا زمونږ لپاره قرباني ورکوي؛ د (د کمونیزم او تروریزم) خلاف جګړو کې راسره ده

روهي (پنځه نۍ/۲ د سلواغې)، د جمعيت ګوند مشر صلاح الدين رباني د امريکا متحدو ایالتو نوي ولسمشر جوبایډن ته مبارکي ويلي او له افغانستان سره د متحدو ایالتو ملاتړ يې ستايلی دی. 
 
رباني پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي چې د امريکا متحد ايالاتو حکومتونه له تیرو څلورو لسیزو د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دي؛ د کمونیزم او تروریزم پرضد جګړو کې د افغانستان ملاتړ کړی او په تېرو شلو کالونو کې عملي قربانۍ ورکړې دي. 
 
صلاح الدين رباني لېکلي دي چې که څه هم له ۲۰۰۱ کال راهيسې د امریکا حکومت او نړيوالې ټولنې افغانستان سره ډېرې همکارۍ کړې دي خو د افغانستان حکومتونو له دغه فرصتونو وړ استفاده نه ده کړې. 
 
نوموړي د امریکا متحدو ایالاتو له نوي حکومت او په ځانګړي ډول له ولسمشر جوبایډن غوښتي دي چې داسې سياست د افغانستان په اړه ولري چې دغه هېواد کې د ولسواکۍ او همپالنې سبب شي.