عطا محمد نور:  احمدشاه مسعود نړيوال شخصيت وو

روهي (څلور نۍ/۱۵ د سلواغې)، د جمعيت ګوند اجرائيوي رييس او د بلخ پخواني والي عطامحمد نور د پاريس ښاروالۍ هغه اقدام ستايلی دی چې پاريس ښار کې به يو ځای د احمدشاه مسعود په نوم کړي. 
 
عطاء محمد نور لېکلي دي چې د مسعود شخصيت د نړۍ په کچه وو او د هغې نوم چې بې پولو دی د تل لپاره به ژوندی او ساتل شوی وي. 
 
د عطاء محمد نور په وينا چې پاريس کې د احمدشاه مسعود په نوم د ځای نومول د نوموړي رېښتنولي او د ترهګرۍ پر وړاندې د احمدشاه مسعود د مبارزې ښوودنه کوي.
 
د حکومت مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر  عبدالله عبدالله، صالح الدين رباني او احمد ضياء مسعود هم د فرانسوي چارواکو دغه اقدام ستایلی دی.