افغانستان کې کرونا : لسو ولایتونو ته د روغتیا د نړیوال سازمان په همکارۍ  د وسایلو او تجهیزاتو استول پیل شوه


روهي ( درې نۍ / ۳۰ د مرغومي)، د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا 137 نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵۴ زره او 202 ته رسېدلی دی.
 
 د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته  ۸ تنه مړه شوي او یو ۱۴۳ نور بیا بېرته روغ شوي دي. 
 

روغتیا وزارت که څه هم په دې وروستیو کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر مخ په کمېدو بللی خو زیاته کړې یې ده چې هېوادوال باید د کرونا د دویمې څپې پراختیا مخنیوي لپاره روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.
 
په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان وايي، کونړ، لغمان او خوست ولایتونو ته د کوېډ١٩ ناروغۍ د معایناتو لپاره د لابراتوارونو تجهیزات او وسایل لړۍ هم پیل شوي چې نورو ولایتونو ته به هم وغځول شي.
 

روغتیا وزارت که څه هم په دې وروستیو کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر مخ په کمېدو بللی خو زیاته کړې یې ده چې هېوادوال باید د کرونا د دویمې څپې پراختیا مخنیوي لپاره روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.
 

د خوست عامې روغتیا ریس حبیب شاه انصاري وایي د روغتیا په برخه کې د خوستمیشتو اړتیاوې او غوښتنې یوه په بله پسې په پوره کېدو دي.
 
انصاري وایي خوست به د هېواد له هغو لسو ولایتونو څخه شي چې د روغتیا د نړیوال سازمان په همکارۍ به پکې د (PCR) یا د کورونا او نورو اړینو ټیسټونو ترسره کولو ماشین فعال شي.
 

 د هغه په خبره د یاد ماشین ځینې وسایل خوست ته راورسیدل او ډېر زر به یې پاتې کارونه هم بشپړ شي.
 

د یاد وزارت مرستیال ویاند نور الله تره کې وایي په افغانستان کې د کرونا وایروس د مثبتو پیښو فیصدي کمه شوي خو د روغتیا وزارت په سپارښتنو ټینګار کوي.
 

تره کی زیاتوي که هیوادوال د روغتیا وزارت او who نړیوال روغتیایي سازمان هغه لارښونې عملي کړي چې د دوی لخوا ټاکل شوي لکه ماسک استفاده کول، واټن مراعات کول، لاس نه ورکول  ګڼې ګوڼې ته نه ورتګ  هغه څه دی چې د کرونا وایروس د ارقامو په ټیټوالي کې پوره رول لري او په کم وخت کې به د کرونا وایروس ارقام را ټیټیږي.
 

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان په یوه ټویټ کې ویلي، د دغو وسایلو او تجهیزاتو په برابرولو کې د اروپايي ټولنې د بشري مرستو دفتر، د کرونا وبا د اضطراري حالاتو مرستندوی صندوق او نړیوال بانک مالي مرسته کړې ده.
 
په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر څلورپنځوسو زرو اوښتی او د مړو شمېر ۲۳۴۶ ته رسېدلی دی.