روهي (درې نۍ/۳۰ د مرغومي)، د امريکا متحدو ايالتو فډرال پوليس يا (اف بي آی) په دې پلټنې کوي چې ګواکي د امريکا متحدو ايالتو د مشرې نانسې پلوسې کمپيوټر د کنګرس له خونې غلا شوی او خرڅ شوی دی.
د پولیسو يادې ادارې ويلي دي چې هغه مهال چې د ټرمپ پلويانو د متحدو ايالتو د کنګرس پر ماڼۍ بريد وکړ، يو چا د نانسې پلوسې کمپيوټر غلا کړی او شونتيا دا ده چې پر روسيې يې خرڅ کړی دی.
د فدرال ادارې پوليسو ويلي دي چې دوی په وېډيوګانو کې د هغې ښځې انځور موندل دی چې کمپيوټر ور سره دی او ډېر احتمال هم دا دی چې ياد کمپيوټر به د نانسې پلوسي وي. پوليسو ويلي دي، چې دوی په دې اړه لا پلټنې کوي.
امنيتي مسوولينو ويلي دي چې دوی اوس مهال په دې اړه ډېر مالومات نه شي ورکولی خو د پلټنو په پايله کې به مالوم شي چې د نانسې پلوسې کمپيوټر چا غلا کړی، ورسره، تخريب کړی او که خرڅ کړی يې دی.
وروستي