د امریکا نوي ولسمشر جوبایډن د لوړې مراسم ولې وځنډیدل؟

روهي ( درې نۍ / ۳۰ د مرغومي)، د جوبایډن د لوړې ازمایښتي مراسم وځنډېدل.
 
 
 
د امریکا د متحدو ایالاتو د ټاکلي ولسمشر جو بایډن د لوړې ازمایښتي مراسم هغه وخت وځنډول شول، چې د کانګرس له ودانۍ لیرې د بې سرپناه کسانو په کمپ کې اور ولګېد.
 
 
له دې وړاندې د امریکا دفاع وزارت ویلي وو چې هېڅ استخباراتي معلومات نشته چې د چهارشنبې په ورځ د امریکا د نوي ټاکل شوي ولسمشر جوبایډن د لوړې مراسمو کې پر نوموړي د داخلي یا نفوذي برید ښکارندویي وکړي.
 
 
 
 
څارګرې ادارې ایف بي ای د ایالتي پارلمانونو ودانیو په شاوخوا کې د ټرمپ د وسله والو پلویانو احتمالي مظاهرو خبرداری ورکړی دی.
 
 
 
کانګرس غړي اوسمهال رخصت دي او د جوبایډن د لوړې مراسمو له تر سره کېدو مخکې غونډه نه کوي.