د سولې رهبري؛ که د افغانانو په مشرۍ وي نو سوله به څلور کاله وروسته کيږي 

افغان ولس د سولې نوم له جګړې زده کړ. سوله چې د جګړې متضاده کلمه ده په دې تېرو ۴۰ کالونو کې افغانانو لېدلې نه ده خو په سمې مانا يې پېژندلې ده. سوله د جګړې مقابل اړخ دی. د افغانانو په ذهنونو کې د سولې انځور دا دی، چې ډک بازار کې به چاودنه نه کيږي، د سړک غاړې ماينونو کې به د وجود غړي نه په هوا کيږي، ښوونځي به نه سوځول کيږي او ورانيږي به نه، د ترهګرۍ په نوم به کور، جومات او مدرسه نه بمباريږي او لنډه دا چې نن دومره ولسي وګړي وژل شوي او دومره ټپيان دي؛ دومره طالبان وژل شوي او نور يې ټپيان دي، دومره افغان امنيتي ځواکونه وژل شوي او يو شمېر ټپيان دي؛ دا کلمې به نه اورېدل کيږي او د رسنيو د سرټکي به نه وي. له سولې د ولس انځور دا دی، چې نور به په ګوليو ځوانان نه غلبيل کيږي چې ميرمن يې کونډه، پلار او مور يې بې زويه، بچيان يې يتيمان، خويندي او وروڼه يې بې وروره شي. دا د سولې خيالي انځور دی، خو افغانان تر اوسه ورته رسېدلي نه دي. د سولې دا انځور له افغان ولس کله څوګ دومره لېرې کړي چې هيلې يې مړاوې او ژوند يې په توکل شي او کله يې دومره ورته رانېږدي شي، چې سبا او بل سبا يې شمېري. 

د شل کلنې جګړې په نيمايي کې د جګړې له کلمې سره د سولې کلمه کې ښکته پورته کيږي. پر افغان سولې خبرې کيږي، لکچرونه ورکول کيږي، لېدنې تر سره کيږي، بحثونه پرې روان وي، ليدلوري پرې شريک کيږي؛ خو تر هغې چې د ښکېلو ټولو خواو شومې موخې په کې تر لاسه شوې نه وې، د سولې بهير به د جګړې له دوران هم اوږد او پيچلی کړي. 

اوس وخت کې د سولې بين الافغاني خبرې پيل شوې دي، خو تر اوسه داسې کوم پرمختګ په کې نه دی شوی، چې سولې ته د رسېدو پيغام ولري. د حکومت او طالبانو مرکچي پلاوي د خبرو هغه برخې ته هم نه دي رسېدلي، چې مخالفتونه پرې زيات او پارونکې ده. دوی مياشتې مياشتې يوازې پر دې بحث کوي چې پر کوم مسايلو بايد بحث وکړي. 

 دوحه کې د سولې خبرو بهير به دومره چټک نه وي روان څومره چې هېواد کې جګړه روانه ده. د جګړې زياتوالی په اغيزناک ډول د سولې خبرې منفي لوري ته بوځي. تر اوسه د طالب او حکومت ادبيات د جګړې دي؛ يو ورته ترهګر او بل ورته مزدور دښمن او غلام وايي. هغه سياسي څېرې چې نه په حکومت کې دي او نه په طالب کې دي بيا دا داسې يو وضعيت په لټه کې دي چې دوی په ګټه وي. نو د لنډمهاله، موقت، او عبوري حکومت وايي او موخې يې دا دی چې په يادو نومونو رامنځ ته کېدونکې دوره کې به واک - ځواک ته ورسيږي، جګړې به وي خو دوی به په کې خپلو هدفونو ته ورسيږي. 

امريکا او  نور هېوادونه هم دې غم نه دي اخېستي چې افغان جګړه پای ته ورسوي او رېښتنې سوله راوړي، د دوی وروستي هڅې دا دي چې په جګړيز او سوله ييز افغانستان کې داسې سياست لوبوي، چې د دوی ګټي خوندي کړی شي. امريکا کې د سولې بهير چټکوي او يا سستوي يې، موخې يې په کې خپلې دي او رسېدو ته يې د جګړې يا سولې لار ټاکي؛ هغه لار چې ډېره ګټوره او اسانه وي. 

که امريکا او بهرني هېوادونه له منځ لېرې شي، بيا هم د يوې ژر راتلونکې سولې هيلې کمې دي. نه به طالب په اسانۍ له خپلو شرطونو تېر شي او نه به هم حکومت د خپلې دورې له بشپړېدو پرته د سولې لپاره د واک په بدل کې قرباني ورکړي. د ولسمشر غني په مشرۍ د افغان حکومت ټېنګار پر جمهوريت دی، جمهوريت څخه يې تفسير اوسنی نظام دی او له اوسني نظام يې موخه دا ده چې حکومت د ټاکنو په وسيله منځ ته راغلي، شااوخوا څلور کاله د واک موده يې پاتې ده او تر هغې چې دا موده پوره شوې نه وي، نه د جګړې پر زور او نه هم د سولې لپاره د قرباني په نوم  واک تيريږي. 

د ولسمشر غني او د هغې د ټيم خبرو ته که ځير شوي وای، نو په څرګنده دا پيغام ورکوي، چې که چېرې د واک له قرباني پرته سوله راځي نو ښه ده، خو چېرې سوله په دې راځي چې د دوی دې واک بل ته خوشی کړي او د ټاکنيزې مودې وړاندې خپلې بسترې ټولې کړې، ورته د منلو نه ده. فرض داسې شي چې لنډمهاله حکومت د سولې لپاره اساسي شرط شي او له موجوده حکومت وغوښتل شي چې سولې ته د قرباني لپاره دې لنډمهاله حکومت جوړ کړي، ورته د منلو نه ده. حکومت هم په ښکاره د لنډمهاله حکومت غوښتنه رد کړې ده  او هم به په سياسي ډول د سولې بهير داسې يو وضعيت کې وساتي، چې د دوی د واک د مودې تر پوره کېدو پوري د سولې خبرې هغه پړاو ته ونه رسيږي، چې يوازې يوازينی خنډ اوسنی حکومت وسي. 

دا څرګنده نه ده چې د امريکا، پاکستان، طالبانو او د نورو هېوادونو په سياستونو کې د جګړې پای کله دی، خو دلته دا ښکاره ده، چې ترڅو د ولسمشر غني د واک څلور کلنه  پاتې موده پای ته ونه رسېدلي، سولې ته رسېدل ناشوني دي. دا ځکه چې که چېرې د سولې لپاره لنډمهاله حکومت شرط وسي، نو حکومت تيار نه دی، چې د لنډمهاله حکومت پر سر هوکړه وکړي.