روهي ( دوه نۍ / ۲۹ د مرغومي)، امرالله صالح نن په یوه فیسبوکي پیغام کې ویلي چې په کابل کې وروستي ترهګریز او هدفي بریدونه د طالبانو له لوري ترسره کېږي.
دده په خبره د دغه ډول پېښو د ډېرېدو عمده لامل دا دی چې طالبان فکر کوي په هر فرصت کې بښل کېږي او د خپلو اعمالو په سزا نه رسېږي.
صالح ویلي ددې لپاره چې په کابل او نورو ښارونو کې د جنایتونو کچه راټيټه کړل شي نو باید بندي طالبان اعدام شي.
هغه ټینګار کوي چې په دې سره به د جرمونو کچه راټيټه کړل شي او د نورو لپاره به عبرت وي.
تیره ورځ د ښار زړه لسمې ناحیې اړوند قلعه فتح الله سیمه کې ناپېژاندو وسله والو دوه قاضیانې په ډزو وژلې او چلوونکی یې ټپي شوی دی خو د عیني شاهدانو په خبره چې دوه میرمنې وژل شوي او دوه نورې زخمې شوي.
لویې څارنوالۍ ویلي چې په روان کال کې افغانستان کې لس څارنوالان په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي.
د بشر حقونو سازمان وایي مخالفین د هدفي بریدونو په ترسره کیدو د سولې تخریبوونکي هڅه کوي،د بشري ضد جنایاتو په ترسره کولو سره غواړي د هیواد مهم بنسټونه ضعیف کړي.
د سولې خبرو سره همهاله صالح وایي چې طالبان بشري ضد جنایتونه کوي، د دوحې تړون خلاف یې تاوتریخوالی زیات کړی نو باید چې د اعدام په سزا ورسیږي.
تر دې مهاله وسله والو مخالفینو په دې اړه څه نه دي ویلي.
وروستي