محب هلمند ته تللی څو امنیتي او د حکومتدارۍ وضیعت له نیږدې وګوري


روهي ( یوه نۍ / ۲۸ د مرغومي)،د افغانستان ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د هلمند ولایت ته تللی.
 
 محب په خپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي، " موږ دلته راغلي یو څو له نژدې د ۲۰۵ اتل او ۲۱۵ میوند قول اردو د مسؤلیت په ساحو کې د امنیتي او حکومتدارۍ وضعیت له نژدې څارنه وکړو. 
 
محب به په دغه سفر کې د کندهار، هلمند، ارزګان، زابل، دایکوندي او نیمروز ولایتونو له والیانو، امنیه قومندانانو، د ملي امنیت رییسانو او نورو لوړپوړو ملکي او نظامي مسولینو سره ناستې او پر مهمو موضوعاتو د امنیت ټینګیدو او ستونزو اوریدو په اړه وګوري.
 
محب زیاته کړي د یادو ولایتونو په سطحه د همږغۍ ډېروالی، د امنیتي وضعیت سمون او د ولس ستونزو او وړاندیزونو ته پر وخت رسیدګې مو ددې سفر له اساسي اهدافو څخه دي.