روهي ( یوه نۍ / ۲۸ د مرغومي)، کابل ښار کې د هدفي وژنو په دوام دوه ښځینه قاضیانې په ډزو وژل شوي.
د سرچینو په وینا، نن سهار د کابل ښار تایمنیو سیمه کې ناپېژانده وسله والو پر ښځینه قاضیانو برید کړی چې پایله کې یې دوه ښځینه قاضیانې وژل شوي او دوه نورې ټپي شوي دي.
له سیمې څخه د عیني شاهد الهام په خبره موټر سایکل سپارو کسانو په یادو میرمنو ډزې وکړې چې په پایله کې یې دغه مرګ ژوبله رامنځ ته شوي.
د الهام په خبره یاده "پیښه داسې وخت رامنځ ته کیږي چې له سهار راهیسې څو مترۍ کې پولیسو عام خلک تلاشي کول خو بیا هم مخالفین په داسې هدفي بریدونو بریالي کیږي."
امنیتي مسوولینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
وروستي