د جهنم سند (لنډ داستان)

په وسطي قرن کې کله چې د کلیساګانو قدرت خپل لوړې مرحلې ته رسېدلی وه د عقایدو او دیني خرفه چې کشیشانو رامنځته کړی و ، دې سره راهبان قدرت ته رسېدلي ول.

کشیشانو پر نادانو خلکو د طلایي سکو په بدل کې په لاس لیکل شوي د جنت سند خرڅوه.

یو پوه او ځیرک انسان چې د ناپوهو خلکو له دغه حالاته کړېده هر ډول عملي کارونو ته یې لاس واچوه ترڅو  خلک  له دغې احمقانه کارونو څخه لاس واخلي خو هېڅ نتیجه یې ورنکړه.

ترڅو چې ذهن کې یو خبره راغله...
کلیسا ته لاړ او د جنت خرڅوونکي کشیش ته یې وویل: 
د جهنم قیمت څو دی؟

کشیش د تعجب په انداز کې وویل: جهنم؟!
پوه شخص وویل:  هو جهنم...!
کشیش بې له دې چې فکر وکړي وی ویل:  د جهنم قیمت درې سکې ده! 
پوه شخص هم په بیړه درې سکې ورکړل او ورته یې وویل:  
هیله کوم د جهنم سند راکړه!!
کشیش په یو شکېدلي ورقه کې ولیکل چې د جهنم سند. 
سند یې ترې واخیست او په خوښۍ سره د کلیسا څخه ووته او د ښار عمومي سرک ته ووته او خلکو ته یې په چغو چغو 
وویلې:
ای!  خلکو ما ټول جهنم واخیست او دا یې هم سند. 
نور اړتیا نه لرئ چې جنت واخلئ،  ځکه چې زه نه غواړم جهنم ته لاړ شي.
هغه شخص مارتین لوتر و...