د بریالي ښځو پېنځه ځانګړتیاوې

۱- پېسې د خوښۍ راوړلو عامل نه ګڼي.
بریالي ښځې پېسې بې ارزښته نه ګڼي، خو په دې باور دي چې پېسې یواځې بانکي حسابونو کې د جریان په حال کې دي، هغوې چې خوښي د بانکي حساب پورې تړي هېڅکله د ژوند واقعي خوشالۍ نشي څکلی.

۲- په ژوند کې هېڅ بې ځایه لګښت نه لري.
یو بریالۍ ښځه د پیرل په وخت کې خپل توان ته ګوري. کله چې مالي توان یې ښه نه وي د ژوند ضروري توکي پیري، خو له بل خوا دوی پر دي باوري دي چې د ښه مالي ژوند لرل پر دې معنا هم نه ده چې هر شی دې وپېردل شي.

۳- سخت کار کوونکې دي.
بریالي ښځې دې پایلې ته رسیدلي چې بریا یو دم نه راځي او هېڅکله بې له کوښښ څخه خپلو موخو ته ورسیږي، کېدای شي چې ډیرو دا درک کړې وي؛ خو بریالي ښځې بیا په عمل کې ثابتوي.

۴- د مقام مینوالې دي.
بریالي ښځې یواځې په دې لټه کې نه دي چې بهترینې دې وي د شرکت په داخل یا په خپل ښار کې دوی ډېر لرې فکر کوي او پدې کوښښ کې دي چې ملي او نړیوال سطحه کې بریالي او لاسته راوړنې ولري. بریالي ښځې مقام خوښوونکي او له دې سره په بین المللي سطحه د تغیر پخ فکر کې دي.

۵- د قوي افکارو څښتنې دي.
د قوي ذهن او افکارولو لرل د تکبر په معنا نه ده بلکې قوي افکارو لرونکي په نفس لوړ اعتماد له خپله ځانه ښایي، دوی د سالم ذهن لرونکې دي او د ژوند مسولیت  منوونکې او پای ته رسوونکې دي.