افغانستان کې د جګړې پای او که نوی پیل؟  ۲۵۰۰ امریکایي عسکر پاتې شوه ممکن هغه هم لاړ شي...

روهي ( نۍ / ۲۷ د مرغومي)، امریکا رسماً د جنورۍ په پنځلسمه اعلان وکړ چې په افغانستان کې یې د پوځیانو شمېر دوه نیمو زرو ته ورسېد.
 
د امریکا دفاع وزارت وایي، په افغانستان کې یې د خپلو پوځیانو شمېر ۲۵۰۰ ته راکم کړی، چې دا له ۲۰۰۱ کال راهیسې تر ټولو کم شمېر دی او کولای شي هلته د امریکایي وګړو امنیت او زموږ ګټې خوندي کړي.
 
سپينه ماڼۍ وايي، په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو شمېر تر بل هر وخت کم شوی او نن يوازې دوه زره او پنځه سوه تنه په افغانستان کې پاتې شول.
 
سپينې ماڼۍ د ډونلډ ټرمپ له خولې ويلي چې په افغانستان کې یې د امریکایي پوځیانو شمېر په تېرو نولس کلونو کې تر بل هر وخت کم کړی دی.
 
د امریکا دفاع وزیر کریسټو فر میلر وایي د پوځیانو دا کمېدنه د امریکا او طالبانو ترمنځ دهوکړې له مخې تر سره شوې او د روان کال تر می میاشتې به د خپلو ټولو پوځیانو شمېر پای ته رسولو ته دوام ورکړو، دا هر څه په شرایطو پورې تړلي، چې ښکېلې غاړې څومره د سولې بهیر ته ژمنې دي.
 
له دې وروسته به مالومه شي چې افغانستان کې د څلور لسیزو جګړه پای ته رسیږي او که د سولې او جنګ په نوم به یو نوی باب پرانیستل کیږي چې کالونه به افغان ملت بیا د جنګ قرباني پاتې کیږي دا هغه څه دي چې وخت به یې ځواب کړي...؟