د شمالي ۹ ولایتونو امنیتي وضیعت د ارزونې په موخه سفر

روهي ( نۍ / ۲۷ د مرغومي)،   د ملي امنیت سلاکار د شمال د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه بلخ ته لاړ.
 

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن سهار د یوه لوړپوړي حکومتي پلاوي په مشري د هېواد په شمال کې د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه بلخ ولایت ته ورسېد.
 
ملي امنیت شورا وایي ټاکل شوې ډاکټر محب په دې سفر کې د امنیتي وضعیت په هکله د بلخ، بغلان، کندوز، تخار، بدخشان، فاریاب، سمنګان، سرپل او جوزجان له والیانو سره وګوري.
 
د مسولینو په خبره په دې سفر کې به د ملي امنیت سلاکار په شمال زون کې د امنیتي وضعیت د ارزونې تر څنګ د امنیتي او دفاعي سرتېریو د لاس ته راوړنو قدرداني هم وکړي.