روهي ( څلور نۍ / ۲۴ د مرغومي)، افغانستان کې د امریکا سفیر راس وېلسن وايي، امریکا په افغانستان کې د لنډمهاله حکومت پلوې نه ده.
د هغه په وینا، د افغانستان د سولې خبرو اترو پایلې په افغانانو پورې اړه لري او موږ باور لرو چې دا پایلې باید د افغانانو هیلې او ارمانونه منعکس کړي.
نوموړی په خپل رسمي ټویټر پاڼه لیکلي، " خلیلزاد او ما له افغانانو سره خبرې کړي دي او په دوحه کې د سولې د خبرو د لا زیات ګړندي کېدو لپاره خپلو خبرو ته دوام ورکوو".
د جمهور رئیس دوهم مرستیال، محمد سرور دانش نن د سولې چارو وزارت کې یوې غونډې ته وویل د اساسي قانون تعدیل د هغه د لغوه کېدو په معنا نه دی. دولت یا لنډمهالې اداره په بیړنیو شرایطو او سیاسي تشه کې مطرح کېږي. نن سولې ته د رسېدو لپاره لنډمهالي دولت ته په هیڅ توګه اړتیا نشته.
په کور دننه ځینو سیاسي چارواکو د موقت حکومت راتلو غوښتنه کړي او ویلي یې وو چې پرته له موقت حکومت سوله ناممکنه ده.
سرور دانش ویلي موږ په لومړي پړاو کې یو؛ خو د پایېدونکې سولې لپاره دوو خبرو ته پام مهم دی: د سولې هېڅ هوکړهلیک باید پټ موارد ونه لري او باید ټولو شخړهپاروونکو عواملو ته پام وشي.
دانش وویل چې پایېدونکې سوله باید پر نظم او جمهوریت باید ولاړه وي.
تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!
تبصرې
تبصرې نشته