پنځه واليان لويې څارنوالۍ ته معرفي شول

 
روهي (څلورنۍ/۲۴ د مرغومي)، د افغان حکومت پنځه واليان (اوسني او پخواني) د فساد په تور لويې څارنوالۍ ته معرفي شوي دي. دا خبر پژواک ته ځینو سرچینو د نوم د نه ښوولو په شرط تائيد کړی دی‌. 

سرچينې دغه رسنۍ ته ويلي دي، چې د پروان اوسنی والي جنرال فضل الدين عيار، د لوګر اوسنی والي محمد اجمل شاپور، د لوګر پخوانی والي محمد انور اسحاقزی او د باميانو پخوانی والي طاهر زهير په فساد تورن شوي او دوسيې څارنوالۍ ته لېږل شوې دي. 
 
له پورته یادو کسانو وراېخو، يو شمېر نور لوړپوړي کسان او رئیسان هم د فساد په تور څارنوالۍ ته ور پېژندل شوي دي. تر اوسه حکومتي رسمي سرچینو په دې اړه څه نه دي ويلي.