جنرال باجوه: د افغانستان سوله د پاکستان سوله ده 

روهي (درې نۍ/۲۳ د مرغومي)، د پاکستان د پوځ لوی درستيز جنرال قمر جاويد باجوه وايي چې که چېرې اففانستان کې سوله راشي نو دا په دې مانا ده چې پاکستان کې سوله راغلې ده. 

نوموړي دغه څرګندونې له محمد کريم خليلي سره په لېدنه کې کړې دي. باجوه ويلي چې د پاکستان حکومت د يو سوله ييز افغانستان ملاتړ کوي او دا چاره د پاکستان په ګته هم ده. 

د پاکستان د پوځ په يوې خبر پاڼې کې د جنرال باجوه له خولې لېکل شوي دي چې يو سوله ييز افغانستان د سيمې او پاکستان په ګته دی او د پاکستان ملي ګټې په کې خوندي کېدای شي. 

د يادونې ده چې محمد کريم خليلي تېره ورځ د پاکستان د حکومت په رسمي بلنه اسلام اباد ته لاړ او هلته يې د بهرنيو چارو وزير او د پاکستان د پارلمان له رئيس سره تر اوسه کتلي دي.