روهي (درې نۍ۲۳ د مرغومي)، په دې تېرو دوه مياشتو کې له کابله څلور او له قطره د طالبانو د سياسي دفتر مشر د پاکستان په رسمي بلنو اسلام اباد ته سفرونه کړي. د مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله، د افغانستان د اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکمتيار، د افغانستان د ولسي جرګې مشر مير رحمان رحماني او تازه د مصالحې عالي شورا غړی محمد کريم خليلي پاکستان ته تللی دی. څه وخت وړاندې قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر د مشر مولوي غني برادر په مشرۍ يو طالب پلاوی اسلام اباد ته تللی وو.
پاکستان ته دعوت شوي کسان د افغان حکومت او په ځانګړي ډول د ولسمشر غني سياسي مخالفين او نيوکه کوونکي دي. تللي چارواکو د پاګستان د لومړي وزير عمران خان په شمول د ياد هېواد له لوړپوړو کسانو سره ناستې او لېدنې کړې. پاکستان له دغه بلنو او سفرونو موخه د افغانستان د سولې بهير کې همکاري ښیي. پاکستان دا ادعا لري چې حکومت يې د افغانستان د سولې بهير ملاتړ دی او دې برخه کې هڅې کوي.
په داسې حال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په تېر کې د دولت په دولت اړيکو هوکړې هم شوې دي؛ افغانستان کې د يو مرکزي حکومت په شتون کې په انفرادي ډول د سياسي کسانو دعوت، د شنونکو په اند د پاکستان سياسي لوبه ده چې د سولې د همکارۍ په نوم يې کوي. اسلام اباد په دې هڅه کې دي چې د انفرادي بلنو او سفرونو له لارې پر يو شمېر افغان سياسي څېرو اغېز ولري او په دې ډول د افغانستان په جګړې او سولې کې خپلې ملي ګټې په افغانستان کې خوندي کړي. نيوکه دا ده چې د پاکستان حکومت ته په کار ده چې د سولې برخه کې هر ډول خپله همکاري د ډپلماټيکو اصول اړوند له افغانستان حکومت سره تر سره کړي.
تېر کال چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني لوړه کوله نو يادو مراسمو ته د پاکستان د پارلمان او پښتون ژغورنې غورځنګ غړي؛ علي وزير او محسن دوړ د افغان حکومت له خوا بلنه شوي وو، خو په لومړيو کې د پاکستان حکومت دوی ته دا اجازه ورنه کړه چې کابل ته لاړ شي، خو وروسته د ولسمشر غني او عمران خان له اړيکې محسن دوړ او علي وزير کابل ته راغلل.
پاکستان هم د افغانستان په څېر په کور دننه او بهر هېوادونو سره ستونزې او شخړې لري. د هندوستان او پاکستان ترمنځ د کشمير مساله د پاکستان او هندوستان له تجزيې بيا تر نن ورځې شتون لري. همدا ډول د پښتون ژغورنې غورځنګ، بلوڅستان کې ازادي غوښتونکي غورځنګونه او اوس مهال تازه له سياسي ګوندونو جوړ شوی د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د پاکستان د ديموکراسۍ غورځنګ، چې د پاکستان د اوسني حکومت مخالف او نيوکه کوونکي دي.
افغان حکومت داسې نه دي کړي چې د پاکستان د حکومت او سياسي مخالفينو ترمنځ د ستونزو د حل لپاره منظور پښتين، مولانا فضل الرحمن، مريم نواز، او يا نور سياسي مخالفين کابل ته راوغوړي او دلته په ظاهري بڼه د ستونزو د حل خو په حقيقت کې پر يادو سياسي څېرو خپل اغيز ولري او لا يې د حکومت پر وړاندې وهڅوي.
د کريم خليلي په شمول اسلام اباد ته د افغان سياسي څېرو انفرادي سفرونه د قدرت د جزيرو ښوودنه کوي او پاکستان په دې ډول کړنو سره دا ښيي چې د ولسمشر غني په مشرۍ د شته حکومت وراېخوا، کابل کې نورې څېرې هم شته چې له پاکستان سره اړيکې پاللی او ساتلی شي.
وروستي