د ولسمشر د وروستیو څرګندونو پر وړاندې د وکیلانو غبرګون

روهي ( درې نۍ / ۲۲ د مرغومي)،  د ولسي جرګې یوشمېر غړیو د ولسمشر محمداشرف غني د هغو څرګندونو پر وړاندې غبرګون ښودلی چې ویلي یې وو، ولسي جرګه یوازې د بودجې د تصویب یا رد حق لري، خو وکیلانو ترې تر ۲ زرو ډېرې پروژې غوښتي دي.
 
د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني وايي، د ولس استازیو د واکونو په اړه دا ډول څرګندونې له قانون نه د بې‌خبرۍ په مانا دي.
 
هغه وايي، د قانون په رڼا کې د بودجې په اړه پرېکړه د ولسي جرګې ځانګړی واک دی او په بودجه کې دقت، د پروژو څرنګوالي او ترې څارنه د وکیلانو حق دی.
 
د هغه په وینا، ډېره موده کېږي چې د ځانګړو کړیو له ‌خوا پر ولسي جرګې لفظي بریدونه کیږي او پرېکړو ته یې ارزښت نه ورکول کېږي.
 
د ولسي جرګې یوشمېر غړي هم د ولسمشر غني د څرګندونو په غبرګون کې وايي، که د ۱۴۰۰م کال بودجه کې د سرتېرو، ښوونکو او مامورینو د تنخواوو لوړېدل شخصي پروژې او ملي خیانت وي؛ نو دوی دا خیانت کړی او دفاع به ترې کوي.