روهي (۲۲ د مرغومي)، نيويارک ټايمز ورځپاڼې د افغانستان په اړه په خپلې يوې تازه مقالې کې لېکلي دي چې د افغانستان حکومت ویاندويان د حکومت او طالبانو ترمنځ د روانې جګړې په اړه ناسم مالومات ورکوي.
نيويارک ټايمز ليکي دي چې شمالي تخار ولايت کې د افغان ځواکونو په بريد کې د ولسي تلفاتو په اړه د والي د وياند مالومات د هغې د زندان لامل شول.
دغه رسنۍ لېکلي دي چې د تخار د والي وياند احمد جواد هجري روغتون کې د تېرې اکتوبر مياشتې د پېښې د هغه ټپي ماشوم په اړه مالومات خپاره کړل چې د افغان ځواکونو په بريد کې ټپي شوی وو. د دغه مالوماتو له خپرولو وروسته هجري درې ورځې بندي او وروسته له دندې ګوښه شو.
نيويارک ټايمز ورځپاڼې زياته کړې چې تخار ولايت کې د شوي بريد په اړه کابل کې لوړپوړو چارواکو ويلي وو، چې ياد بريد کې يواځې طالبان وژل شوي او ولسي خلکو ته تلفات نه دی اوښتي، چې د والي د وياند احمد جواد هجري څرګندونې بيا کابل کې د حکومتي کسانو له څرګندونو سره توپيرې وې.
نيويارک ټايمز په خپل راپور کې د سويلي اسيا لپاره د بشري حقونو د څار ډلې د غړي پټرېشيا خبرې هم راخېستې دي، چې ويلي وو، افغان حکومت په پوځي عملیاتو کې خپلې تېروتې پټوي او د مالوماتو له ورکړې ویره لري.
دغه رسنۍ د ولسمشر د وياند صديق صديقي خبرې هم راخېستې دي او نوموړي هغه خبرې چې افغان حکومت ناسم مالومات ورکوي او يا هم د مالوماتو په ورکړه کې خنډونه جوړوي رد کړې دي.
نيويارک ټايمز ورځپاڼې په نيمروز ولايت کې د همدې اوونۍ د شوي هوايي برید په اړه هم لیکلي دي او زياته کړې ده، چې د یاد بريد په اړه هم حکومتي کسان د طالبانو د وژل کېدو وايي خو بيا ځايي خلک او د قربانیانو د کورنیو غړي وايي چې برید کې ولسي وګړي وژل شوي دي.
د نيويارک ټايمز ورځپاڼې د دغه راپور په غبرګون کې د ولسمشر وياند صديق صديقي پر خپل ټوېټر لېکلي دي چې هېڅ کوم ژورنالېست په زندان کې نه دی؛ د ولسمشر غني په شمول حکومت له نيوکو ويره نه لري؛ د حکومت په چوکاټ کې له ۲۰۰ ډېر ویاندويان دي او د رسنیو قانون اړوند د مالوتو په ورکولو کې همکاري کوي.
وروستي