هغه غل پیژنئ چې کابل کې یې د حکومت رینجر په واسطه د ولسي جرګې غړي خاکسار موټر تښتولی وه؟



روهي ( درې نۍ / ۲۲ د مرغومي)،  د کابل د شپاړسمې حوزې پولیسو د شنبه په شپه د وسله والو غلو د بانډ مشر امر طوفان چې په طوفان چاق هم مشهور دی ونیول شو.
 

د ولسمشر لومړي مرستیال مطبوعاتي دفتر څخه خپاره شوي خبر پاڼه کې راغلي طوفان چې یو وسله وال غل دی طوفان او ملګري یې د ځانګړو عملیاتو په پایله کې له وسلو او مهماتو سره نیول شوی.
 
خبرپاڼه کې راغلي د نورو جرمونو ترڅنګ په دې وروستیو کې د ولسي جرګې د یوه غړي ښاغلي خاکسار د موټر په تښتولو کې هم لاس درلود .
 
د مسولینو په خبره دا خطرناک مجرم د کابل د امنیتي تړون لخوا په تثبیت شوي لست کې هم شامل و. دا ددې ښکارندوی ده چې په کابل کې د زرګونو مجرمینو او جنایتکارانو تثببت شوی لست کره او معتبر دی.
 
امنیتي مسولین غوښتنه کوي چې  په کابل کې د تروریزم، جرم،  او جنایت پر وړاندې مبارزه کې د کابل د شریفو خلکو همکاري اساسي رول لوبولی شي او له خلکو د مجرمینو په نیولو کې د مرستې غوښتونه کوي.

تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ