سرچینه: د طالبانو هیت مشر پاکستان کې دی نن کریم خلیلي اسلام اباد ته د سولې خبرو لپاره ځي

روهي ( درې نۍ / ۲۲ د مرغومي)،   د د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي کریم خلیلي د سولې خبرو لپاره نن اسلام اباد ته سفر لري.
 
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان د وحدت اسلامي ګوند مشر کریم خلیلي له پاکستانيو چارواکو سره د خبرو لپاره نن اسلام اباد ته ځي.

د پاکستان د بهرینو چارو وزارت وایي، ښاغلی خلیلي به په پاکستان کې د دې هېواد له لومړي وزیر عمران خان، د پارلمان له مشر او د پاکستان د بهرنیو چار وزیر سره وګوري.
 
د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي چې افغان حکومت د سولې دوهم پړاوو خبرو لپاره بشپړه اماده ګي لري.
 

خو یوه سرچینه وایي د وسله والو طالبانو د مذاکراتي هیئت مشر تر اوسه له پاکستانه قطر ته نه دی تللی.
 
 په داسې حال کې چې دوحه کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او د وسله والو طالبانو د پلاوو تر منځ مذاکرات پیل شوي؛ خو د طالبانو د هییت مشر عبدالحکیم حقاني لا تر اوسه پاکستان کې دی.