شنونکي: ولسمشر د لنډمهاله حکومت له ويرې راحله دوستم سناتوره، محقق یې ستر سلاکار او يو شمېر  نور به هم ونازوي 

روهي (يوه نۍ/۲۱ د مرغومي)، يو شمېر سياسي شنونکي په دې اند دي چې ولسمشر غني له خپلو هغه سياسي مخالفينو سره د اړيکو د ښه کېدو هڅې کوي، چې په تېر کې یې د ولسمشرۍ ماڼۍ رسمي ناستو ته هم نه غوښتل. 

تازه ولسمشر غني د عبدالرشيد دوستم لور راحله دوستم د مشرانو جرګې غړې او محمد محقق یې خپل ستر سلاکار ټاکلی او د ملي امنيت شورا غړېتوب یې ورکړی دی. شنونکي وايي چې ولسمشر غني دا کارونه د لنډمهاله حکومت د جوړېدو له ويرې کوي. 

په دې ورستيو کې د لنډمهاله حکومت اوازې ډېرې شوې دي او ويل کيږي چې ولسمشر غني له زلمي خليلزاد سره هم په دې پار لېدنه رد کړې، چې د لنډمهاله حکومت د جوړېدو طرحه یې راوړې وه.