ولسمشر غني د برېښنایي حکومتولۍ پر پیاوړتیا ټینکار کړی

روهي (یوه نۍ/۲۱ د مرغومي)، ولسمشر محمد اشرف غني پرون ماښام د متحده عربي اماراتو د G42 شرکت مسوولینو سره کتلی او د برېښنایي حکومتولۍ پر پیاوړتیا یې ورسره خبرې کړي.
 

په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، د افغانستان حکومت د دیجیټلي کولو لپاره د پالیسیو او شېوو پر پياوړتیا، د دغه بهیر د عملي کېدو لپاره د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوژۍ زېربناوو د ارزونې  او بستر جوړولو په اړه بحث او خبرې وشوې.
 

ولسمشر غني په دې کتنه کې د برېښنایي حکومتولۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ  او ویې ویل:" زموږ لیدلوری دا دی چې د ۲۱ پېړۍ د اړتیاو مطابق د ډیجیټلي کولو پر ستراتېژۍ کار وکړو".
 

ولسمشر غني په اقتصادي، تعلیمي، روغتیا او نورو برخو کې د دیجیټلي سیستم پر استفادې ټینګار وکړ او په خبره یې، چې موږ باید هڅه وکړو چې په اوسني وخت کې د ټکنالوژۍ له پرمختګونو وروسته پاتې نه شو.
 

ولسمشر همدا راز وویل، موږ یوې لار نقشې ته اړتیا لرو چې وتوانېږو په راتلونکو څلورو کلونو کې د سیستمونو د دیجیټلي کولو له لارې دولت او مارکیټ جوړول او د سولې اعمار چټک کړو.