د اوزبیکستان وارداتي بریښنا کچه ۳۰۰میګاواټو ته لوړه شوه.

روهي ( یوه نۍ / ۲۱ د مرغومي)، په کور دننه د برېښنا اړتيا ته په پام سره د ازبکستان د وارداتي برېښنا د عادي کېدو په موخه جدي هڅې دوام لري.
 
د اوزبیکستان وارداتي بریښنا کچه ۳۰۰میګاواټو ته لوړه شوه.
 
برېښنا شرکت وایي ازبکستان افغانستان ته د خپلې صادرېدونکې برېښنا کچه لوړه کړې ده.
 
 د برېښنا شرکت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې له ازبکستان سره تر خبرو وروسته دې پایلې ته رسېدلي چې یاد هېواد به افغانستان ته د خپلې صادراتي برېښنا کچه لوړوي.
 
 ټاکل شوې چې په لومړي سر کې به دا کچه تر درې سوه میګاواټه رسېږي او په دویم پړاو کې به ازبکستان افغانستان ته ۴۵۰ میګاواټه برېښنا صادره کړي.