د ژوند د معما پنځه لویې برخې (د کتاب لنډیز)

د ژوند د معما پنځه لویې برخې کتاب، د جېم رون پرمټ چې د ځاني پرمختګ په برخه کې ستر نوموتی لیکوال دی لیکل شوی. دلته له معما څخه موخه هغه لوبه ده چې پکې یو انځو زیاتې برخې شوي وي، او ددې لپاره چې انځور په پوره ډول بېرته جوړ او مانا لرونکی شي، اړینه ده ټوټه، ټوټه شوې برخې یې په سم ډول له یو بل سره یوځای کړو. د جېم رون پر اند، د غوره او بریالی ژوند لپاره مونږ باید د ژوند د معما پنځه لويې برخې وپېژنو، او وکولای شو چې برخې یې په سم ډول له یو بل سره یوځای کړو، ترڅو د ژوند انځور ترې جوړ شي او په سمه توګه مانا ورکړي.
 
کله چې دغه پنځه برخې وپېژنو، نو وبه کولای شو چې ژوند کې مو بېلابېل مثبت بدلونونه راولو، د نورو خلکو له ملامتولو څخه به لاس په سر شو، فعال انسان به راڅخه جوړ شي او د بریالیتوبونو کړکیانې به د ځان لپاره پرانیځو. دغه پنځه برخې له فلسفې، رویې او خوی، فعالیت، پایلو/لاسته راوړنو او د ژوند له ډول څخه عبارت دي.
 
اړینه ده یادونه وکړو چې فلسفه (د ذهنیت او فکر ډول) مو رویه او رفتار ښيي، رویه او رفتار مو د فعالیتونو او کړنو کمیت او کیفیت جوړوي، کړنې او فعالیتونه مو لاسته راوړنې او پایلې را په ګوته کوي، او لاسته راوړنې او پایلې مو بیا د ژوند ډول او طرز ټاکي. همدارنګه باید وپوهېږو چې فلسفه، رفتار او فعالیتونه علتونه دي، لاسته راوړنې او د ژوند ډول معلولونه ګڼل کېږي. نو ددې لپاره چې معلولونه غوره او سم واوسي، پکار ده په علتونو باندې زیات کار وشي. راځئ ددغه پنځه فکتورونو په اړه بحث پېل کړو.
 
فلسفه
له فلسفې څخه مو موخه د ذهنیت او فکر ډول دی. د ذهنیت او فکر ډول مو د بریا بنسټیز عامل دی، او کولای شي عادتونو او رویه مو تر خپل اغېز لاندې راولي. نو که غواړئ په بېروني ژوند کې مو مثبت بدلونونه ووینئ، اړینه ده فلسفې یانې ذهنیت او فکر ته مو بدلون او غنیتوب ورکړی. د خپلې فلسفې د بډایه کولو لپاره اړینه ده، ورځ تر بلې خپل مالومات، پوهه، وړتیاوې او مهارتونه ځواکمن کړو، له خپلو تېرو کړنو سبق واخلو، د نورو مثبتو مشورو ته غوږ ونیسو، د نورو له ناکامییو او کامیابییو زده کړه وکړو، یو ښه څارونکی او نظارت ګر واوسو، ښه اورېدونکی واوسو، بېلابېل کتابونه او لیکنې ولولو، د خپلو کړنو لپاره پلان او حساب ولرو.
 
رویه او رفتار
د ژوند د معما له پنځو برخو، دويمه یې رویه او رفتار دی. هغه حس چې مونږ یې د خپل ځان، کار، خلکو، کورنۍ، مالي سرچینو، او په ټوله کې د نړۍ په اړه لرو، زمونږ رویه او رفتار ټاکي. لکه څرنګه چې زمونږ فلسفه یا د فکر ډول کولای شي زمونږ راتلونکې تر مثبت یا منفي اغېزو لاندې راولي په همدې ډول زمونږ رویه او رفتار هم کولای شي زمونږ راتلونکی منفي یا مثبت کړي. د غوره رویې پواسطه کولای شو غرونه روان کړو، ولې د ناسمې رویې په پایله کې به یوه وړه شګه (ډبره) هم زمونږ مخنیوی وکولای شي، لکه چې وایي: نرمې غاړې، په تورو نه پرې کېږي. اړینه ده چې د خپل تېر وخت او کړنو نه درس واخلو، او هغه ته پر ځای ددې چې د یوه دښمن په سترګه وګورو، د یوه ښوونځي او ښوونکي په څېر یې ووینو، له اوس وخت څخه باید تر ټولو ښه ګټه پورته کړو او یو غوره چانس یې وګڼو، راتلونکی وخت مو له اوسه انځور او کار ورباندې پیل کړو، د نورو له مرستې نه ډډه ونکړو، ځیرک کار ته لاس واچوو، نظم او ډیسیپلین د ژوند برخه وګرځوو، او د پلان مطابق د راتلونکې په لور حرکت وکړو.
 
فعالیت
یوازې غوره فلسفه جوړول، مثبته رویه او رفتار ټاکل نشي کولای مونږ د یوه ښه ژوند په لوري روان کړي، نو اړینه ده د خپلې فلسفې او رویې څخه په الهام اخیستنې عملآ فعالیت او کار پېل کړو. د فعالیت مثبت او منفي والی زمونږ له فلسفې او رویې څخه سرچینه اخلي، که چېرې مو فلسفه او رویه بډایه وي نو فعالیت به مو مثبت ( وبه کولای شو چې خپلې موخې ترلاسه کړو) او که چېرې بډایه نوي نو فعالیت به مو منفي وي( وبه نشو کولای چې خپلې موخې ترلاسه کړو). د فعالیتونو او کړنو په ترسره کولو کې اړینه ده په ځيرک ډول کار وکړو، پلان ورته جوړ کړو، او د نظم او ډیسېپلین په رڼا کې مخته لاړ شو.
 
پایلې او لاسته راوړنې
پایلې او لاسته راوړنې هغه څه دي چې مونږ له خپلو فعالیتونو، فلسفې او رویې څخه ترلاسه کړي. که چېرې مو لاسته راوړنې د خوښې وړ نوي، نو اړینه ده په خپلو فعالیتونو، فلسفې او رویې باندې بیا کتنه وکړو، ضروري سمونې او اصلاحات پکې راولو، ترڅو په راتلونکې کې له خپلو لاسته راوړنو او پایلو خوښ واوسو. دلته د (څه چې کرې، هغه به رېبې) متل ډېر ريښتونی کار کوي، که چېرې مو تېر وخت کې په خپله فلسفه، رویې او فعالیتونو باندې په سم ډول کار نوي کړی، نو لاسته راوړنې او پایلې به مو هم چندانې رضایت بښونکې نوي.
 
د ژوند ډول
د ژوند د معما وروستۍ برخه د ژوند ډول ټاکل دی. ژوند ډول د فلسفې، رویې، فعالیتونو او لاسته راوړنو په پایله کې رامنځته کېږي. که چېرې څلور لومړي فکتورونه مثبت وي، نو مالومه خبره ده چې د ژوند ډول به مو مثبت او که خدای مه که لومړي څلور فکتورونه منفي وي، نو د ژوند ډول به مو منفي وي.
 
ددې لپاره چې پورتنۍ پنځه برخې په سم ډول کار وکړي لاندې نکتې باید په نظر کې ونیسو

  • د آرام له ساحې یا کمفرټ زون څخه بېرون ووځئ: که چېرې مو خپلې لاسته راوړنې او د ژوند ډول خوښي بښونکي نوي، نو اړینه ده د آرام او راحت له ساحې څخه مو بېرون شئ او هغه کارونه او فعالیتونه ترسره کړئ چې ورڅخه وېره او ډار لری.
 
  • نن ورځ، د تېرې ورځې سبا ده: دا چې مونږ ډیری وخت کارونه ځنډوو او وایو چې انشالله سبا(راتلونکې کې)به یې ترسره کړو، نو پوه شئ چې نن ورځ د تېرې ورځې سبا ده. سبا ته ځنډول پرېږدئ، همدا اوس لاس په کار شئ، او وګورئ چې څومره خوندورې پایلې او لاسته راوړنې ترلاسه کوی.
 
  • راتلونکې مو انځور کړئ: که چېرې غواړئ په راتلونکې کې ښې لاسته راوړنې ولری، نو اړینه ده له اوسه یې انځور کړی، خپلو خیالونو کې ځای ورکړئ، او د عملي کولو لپاره یې هلې، ځلې او پلان جوړونه پېل کړئ.
 
  • ژوند د تمرین کولو ځای نده: پوه شئ چې اوس مونږ د ژوند په لوبه کې ننوتي یو، اوس د تمرین کولو او ځان چمتو کولو وخت ندی، اړینه ده اصلي لوبه پېل کړو او د بریا خوبونه په خپلو سترګو کې راولو.
 
د هنري فورډ په دې وینا سره لیکنه پای ته رسوو چې وايي: “که وایې چې یو کار ترسره کولای شم، یا یې نه شم ترسره کولای، په داوړه حالاتو کې ریښتونی یې”.