د مارکېټېنګ فلسفې

مخکې له دې چې د مارکېټېنګ د فلسفو پر ډولونو باندې وغږېږو، په لومړي سر کې غواړم د مارکېټېنګ فلسفې مفهوم درته بیان کړم؛ مارکېټېنګ فلسفه عبارت له هغو ستراتیژیانو څخه ده چې یو سازمان یا کمپنۍ یې جوړوي او عملي کوي يې، تر څو ددې ستراتېژیو پر مټ، خپل پېرودونکي/مشتریان راضي کړي، ډېره ګټه تر لاسه کړي، او خپل رقیبان یا سیالان مات کړي، یا حد اقل له هغوی څخه ښه فعالیت ترسره کړي.
 
په تاریخي ډول، د مارکېټېنګ پنځه ډوله فلسفې لرو چې عبارت دې د؛ پروډکشن، پروډکت(تولید)، سېلېنګ(خرڅلاو)، مارکېټېنک او سوشل (ټولنیز) فلسفو څخه، دلته یې هره فلسفه په لنډ ډول مطالعه کوو.
 
د پروډکشن فلسفه
دا فلسفه وايي چې پېرودونکي هغه توکي او خدمتونه اخلي چې، قېمت یې ارزانه وي، او هر جای په اسانۍ سره پیدا شي. ددې فلسفې عملي کول، د بې کیفیته تولېداتو او خدماتو، د رامنځته کېدو سبب ګرځي، ځکه چې ټول پام ارزانه او پرېمانه تولید ته اړول کېږي.
 
د پروډکت یا تولید فلسفه
دا فسلفه وايي چې، پېرودونکي هغو توکو ته ارزښت ورکوي، چې کیفیت یې غوره وي، او ښې ځانګړتیاوې ولري. ددې فلسفې لرونکي مدیران فکر کوي چې، ښه او غوره تولید، ځانته پخپله مارکېټ او بازار پيدا کولای شي او داسې انګېرل کېږي چې دغه فلسفه، له یوه نوموتي نقل قول څخه چې عبارت دې له؛ بهتره تلک( د موږکانو نیونکی) تولید کړه ، نو ټول خلک/پېرودونکي به ستا دروازې ته ولاړ وي، ترڅو دغه تلک درڅخه واخلي.
نوښت پوهان وايي چې دغه نقل قول/فلسفې، یوه غلطه مفکوره مدیرانو او مارکېټرانو ته ورکړې، ځکه چې پېرودونکي نه غواړي بهتره او باکیفیته تلک ترلاسه کړي، بلکې هغوي غواړي چې لږ شمېر موږکان په کور کې ولري.
 
سېلېنګ یا د خرڅلاو فلسفه
دغه فلسفه وايي چې، پېرودونکي باید د تبلیغاتو پر مټ وهڅول شي، تر څو تولیدات او خدمات را څخه واخلي، او که چېرې تبلیغات ونشي، نو مونږ نشو کولای خپل کاروبار یا کمپنۍ ،کامیابي ته ورسوو. دغه فلسفه کې د پېردونکو غوښتنې او احتیاجات په نظر کې نه نيول کېږي، بلکې هڅه کېږي چې څه مو تولید کړي په پېرودونکو خرڅ کړو، لکه په پک(هغه چې ویښتان نه لري) باندې د ږمنځې خرڅول، د تبلیغاتو په زور.
 
مارکېټېنک فلسفه
دغه فلسفه وایي چې، مونږ باید د تولیداتو په جوړولو کې، د پېرودونکو احتیاجات او غوښتنې نظر کې ونیسو، او نسبت خپلو رقیبانو او سیالانو ته، د ډېر ارزښت لرونکي تولیدات پېرودونکو ته وړاندې کړو. دغه فلسفه وايي چې یوازې هغه تولیدات باید جوړ شي، کوم چې خرڅولای شو. په دې فلسفې کې پېرودونکي د یوه پاچا حیثیت لري، چې باید ټول فعالیتونه د هغوی د رضا لپاره ترسره شي.
 
سوشیل یا ټولنیزه فلسفه
په دې فلسفې کې کمپنۍ خپل لوړ عاید،د مشتري یا پېرودنکي رضایت او همدارنګه د ټولنې صحت او ښه والۍ درې واړه نظر کې نیسي. دغه فلسفه په ۲۰۰۱ زېږدیز کال کې رامنځته شوې او ښه به دا وي چې ټول شرکتونه او سوداګریز سازمانونه دغه فلسفه په نظر کې ونیسي، ترڅو ځانته، مشتریانو ته او همدارنګه خپلې ټولنې ته خیر ورسوي.
پای