د نښو درک

موږ کولای شو د داسې پوهې تصور وکړو، چې موخه یې په ټولنه کې د نښو د شتون مطالعه وي. داسې علم به د ټولنیزې ارواپوهنې له څانګې څخه وي؛ نو په پایله کې یې له عمومي ارواپوهنې څخه شمېرلی شو. سوسور یې نښپوهنه بولي, (semiology) له یوناني کلمې ( semlon) څخه اخيستل شوې چې مانا یې نښه ده. نښپوهنه راښیي، چې نښه له څه جوړه شوې او څه قوانین ورباندې حاکم دي. داسې کوم علم تر اوسه نه دی لیدل شوی، چې ووایي نښپوهنه څه شی ده. مګر دا علم اوس هم ژوندی دی او ځای یې له پخوا معلوم دی. ژبپوهنه یوازې د نښپوهې د علم عامه برخه ده. هغه قوانین چې په نښپوهنه کې پیدا شي پر ژبپوهنه هم سیوری خوروي او ژبپوهنه یوازې د ټولنپوهنې د واقعیتونو د مطالعې برخه په خپله لمن کې رانغاړي.
 
موږ چې کله هم د نښو په اړه خبرې کوو؛ نو په سر کې د سوسور نوم راځي. ځکه چې دا بحث ده په خپل لکچرونو کې رابرسېره کړ. د نښې په اړه هغه څه چې سوسور ویلي د ښه درک کولو لپاره یې فرض کړﺉ، چې موږ هر یو د (اس) کلمه وایو؛ نو د دې کلمې د ویلو په وخت کې به له غږیز اړخه له یو بل سره توپیر ولري. غږیزه ماشینري حتا موږ ته دا ښیي،  چې په لومړي او اخر ځل ویلو کې مو څومره توپیر دی؛ نو له دې مخې موږ حس کوو، چې د اس کلمه مو وویله او مخاطب واورېده. دغه نښه د ژبې په ټولو واحدونو کې صدق کوي؛ نو ویلی شو، چې په پورتنۍ کلمه کې غږیز توپیرونه زموږ په درک باندې  کومه اغېزه نه لري. که چېرې دا توپیر دې حد ته ورسېږي، چې د اس پر ځای انسان یا اسمان ووایو؛ نو بیا دا ادعا نشو کولای، چې د اس کلمه مو وویله. 
 
د نښو په درک کې یو مهم بحث د فردي او ټولنیزې ژبې دی.
یوه نښه ضرور نه ده، چې له مدلول سره دې ورته‌والی ولري. د نښې او چار چاپېرو غړيو ترمنځ اړیکې یې د دې واقعیت پر بنا دي، چې د بېروني نړۍ د موضوع لپاره نښه په نظر کې نیول شوې او هر کله چې هغه موضوع مطرح وي له همدې نښې څخه ګټه اخستل کېږي؛ نو له همدې امله بېلا بېلې نښې د مطابقت لپاره له بېلا بېلو محسوساتو سره نشته.
 
چارلېز ساندر پېرس نښې په درېيو برخو وېشلې دي:
 icon:
 دا هغه ډول نښو ته ویل کیږي، چې د شي او د مانا ترمنځ یو شباهت موجود وي.
index: 
دا بیا هغه ډول نښې دي، چې د شي او د هغه د مانا تر منځ علي رابطه وي، یعنې یو شی کېدای شي د مانا د درک کولو علت شي.
symbol: 
سېمبول چې په عربي کې ورته علامت، په فارسي کې ورته نماد او په پښتو کې ورته پیلام وایي هغه  شی یا پدیده ده، چې له ځان پرته د یو بل شي یا پدیدې څرګندوی وي.
 
د ژبې د فیلسوفانو او معناپوهانو په پوښتنو کې یوه دا ده، ایا ژبنۍ پوهه او هغه چې دایرة المعارفي پوهه یې بولي یوه ده که توپیر لري؟
 
هغه اطلاعات چې موږ یې له بېروني نړۍ څخه ترلاسه کوو هغه فردي دي، که څه هم مشترک ټکي ولري. مثلاً (پاریس د فرانسې پایتخت دی) دا فردي معلومات شول، چې زموږ ترمنځ ګډ دي، خو زما لپاره. د بېلګې په توګه که ما هلته ټکر کړی وي او لاس مې مات شوی وي د پاریس کلمه خاصه مانا راته لري، چې یوازې په ما پورې اړه لري. دا ژبنۍ مانا رامنځته کوي، چې فردي ده. ځکه دا زموږ د خپل لید له زاویې, چې بېرونۍ نړۍ ته یې لرو, جوړه شوې ده؛ نو ویلی شو موږ هر یو فردي ژبه لرو، چې د تفکر کولو په وخت کې یې کاروو.
 
که دا ومنو، چې دوې فردي ژبې یو ډول نه دي. هغه په دې دلیل چې دایرة المعارفي پوهه هم د دوو کسانو یو شانته نه ده. باید دا ټکی هم ومنو، چې موږ له نورو سره د خبرو کولو په وخت کې له هغې ژبې ګټه اخلو، چې فردي نه ده بلکې ټولنیزه ده.
 
فرض کړﺉ، (ساعت مې اخیستی) او تاسو ته ووایم، چې (ساعت مې اخیستی) تاسو دا جمله درک کوﺉ، پرته له دې چې د ساعت پر جنس، ډول، بیې او نورو وړو ځانګړنو خبر وئ؛ خو زه یې له ټولو ځانګړنو خبر یم. نو له دې مخې دغه جمله (ساعت مې اخیستی) هغه جزیات دي، چې تاسو ته نه انتقالېږي.
 
هغه څه چې وویل شول، شاید ویل شوي وو، چې ویونکی له مخاطب سره د اړیکې نیونې لپاره له فردي ژبې څخه کار اخلي، چې غوږ نیوونکي ته یې انتقالوي او ټولنیزې ژبې ته یې ژباړي، چې یوازې په کلیاتو کې یې ښیي. برسېره پر دې هغه څه چې مخاطب په ټولنیزه ژبه کې اوري فردي ژبې ته یې بیایي او  د خپلې دایرة المعارفي پوهې له مخې یې درک کوي.
 
د خبرو اترو د درک نښې:
په غوره خبرواترو کې ګډون کوونکي د داسې موضوعاتو په لټه کې وي، چې د دواړو لوريو خوښ وي او له یو بل سره د مرستې له لارې یوې موخې ته ورسېږي.
 
ټولنیزه ژبه د یوې ټولنې د ژبې مطالعه تر غور لاندې نیسي، چې بیا د ژبې اړیکې د ټولنیزو روشونو او نقشونو په رڼا کې څېړي.
 
په دې برخه کې ټولنیزو ژبپوهانو ته د یوې ټولنې فرهنګي کلمې ډېر اهمیت لري.
 
فرهنګي توکي او کلمې د یوه فرهنګ مال دی، چې د ژبو د اړیکو ترمنځ ډېرې ستونزې زېږوي.
 
ژبه او د رمز درک 
تصور دا دی، چې موږ په لومړي سر کې د رمزونو توکي د طبیعي ژبې رمزونو ته اړوو؛ چې وکولای شو، دا واحدونه درک کړو او حتا د دې امر تشخیص پېژندل، چې مجموعه د نښو یو رمز جوړوي. او دا مجموعه د طبیعي ژبې له رمزونو څخه جوړه ده.
 
د رمز د ښه پېژندلو لپاره به د موټر چلونې د لارښوونې یو بېلګه راوړو.
کله چې موټرچلوونکی سور څراغ وویني؛ نو لومړی هغه سور څراغ ژبې ته را اړوي، چې د درېدو مانا ترې اخلي بیا ودرېږي. سور څراغ موټر چلوونکي ته بې واسطې د درک ژبه ده. اصلاً بحث دلته دی، چې دا قرادادي نښې ما زده کړې که را ښودل شوې؟ ایا دا زده کړه د کرکټ د لوبې په شان ده؟ که چېرې په داسې ټولنه کې اوسېدلای، چې هلته د موټر چلونې ټولې نښې ښودل شوې وې؛ د دې نښو په لیدو به ما دا نښې نه زده کولې؛ نو ویلی شو چې د دې نښو پېژندل د لوبې کولو په شان دي، چې د کولو ترڅنګ زده کېږي. بله خبره دا ده، چې دا نښې د څه په وسیله زده کېږي؟ دا مسله چې هر ډول راوسپړو؛ نو دې پایلې ته رسیږو، چې دا نښې د ژبې د نښو د درک له مخې لاس ته راغلې دي.
 
مخکې مو دې خبرې ته اشاره وکړه، چې زموږ درک زموږ په دایرة المعارفي پوهې پورې اړه لري. یعنې موږ هر څه له خپلې فردي ژبې څخه درک کوو.
 
ژبه په بشري ټولنه کې ډېر ګټور رول لوبوي، چې د انسانانو ترمنځ د اړیکې نیونې ښه وسیله ده. مګر دا هم باید هېر نه کړو، چې انسانان له غير کلامي تګلارې څخه هم ګټه اخلي او له یو بل سره اړیکې نیسي؛ نو ویلی شو، چې د انسانانو تر منځ د اړیکې نیونې لار  ژبنۍ او غېر ژبنۍ دي؛ خو ژبنی اړخ یې لاسبری دی او یا د ژبې مفهوم دومره پراخ کړو، چې غیر کلامي اړخونه هم راونغاړي. په اصل کې همدا د ژبې پرخوالی د نښپوهنې له سترو لاسته راوړنو څخه دی. د جولیا کریستوا خبره( هغه څه چې نښپوهنې موږ ته کشف کړي, دا دي، چې هر ټولنیز رفتار پر دلالت ولاړ دی. یعنې د ژبې په څېر) که په بل ډول ووایو، خلک یوازې خبرې نه کوي، بلکې هر عمل له ویلو مخکې او وروسته پیغامونه لري. د ژبې په چوکاټ کې د بدن حرکات، اغوستل، د وېښتانو موډ، عطر، ګړدود او حتا ټولنیز متن د دې ښکارندویي کوي.
 
لیکنۍ ژبه د شکل بندۍ له مخې ځانګړی جوړښت لري. تاریخ ښودلې، چې د ژبې دغه دوې عمده برخې ویونکی او لیکونکی په ډیالوګ کې له یو بل سره په ټکر کې دي د یو او بل د جذب او دفعې لپاره کړنې ترسره کوي.
 
کله چې له داسې پوښتنې سره مخ شو، چې د نښپوهنې ځای د ادبیاتو په مطالعه کې څه دی؛ نو مخې ته مو د لیکنې "جوړښتي ځانګړنې" راځي. د نښپېژندنې دغه ځانګړنې په هغه څه کې رول لري چې په لیکنۍ بڼه کې انتقالیږي. لیکنه دوه ډوله نښې په ترکیب کې راښیي. لومړی-اورېدل, ژبه چې معمولاً اورېدونکې ده. دويم۔ ليدل, کله چې په لیکنۍ بڼه اوړي، لیدنۍ بڼه غوره کوي. ژبه د اورېدنې له اړخه په زمان پورې اړه لري. کله چې ژبه لیکنۍ شي؛ نو بیا په مکان پورې اړه پیدا کوي؛ نو په همدې توګه د ژبې لیکنۍ بڼه د مادي شتون په حیث په مکان کې د خط والي او ترتیب والي له مخې له موږ سره په لانجه کې وي.
 
په ژبنیو مفاهیمو کې هم محدودیت شته، چې د ځینو اړیکو او چاپېریالي اړخونو له مخې دا محدودیتونه ټاکل کېږي.
 
په ژبکارونه کې یو اصل دا دی، چې د ځینو څیزونو په پېژندګلوۍ کې خپله انسان د دې توان نه لري چې ځانته هغه څه منعکس کړي. مثلاً:  زموږ د لید زاویه تر اوسه دا توان نه لري، چې بنفش رنګ وویني؛ نو له همدې امله نشو کولای، چې دا رنګ تجربه کړو. له دې تجربې څخه د بې برخې کېدو له وجې دا اغېز زموږ په ژبه کې هم ښکاري؛ نو بیا موږ د دې رنګ لپاره په خپله ژبه کې مفهوم نشو پیدا کولای. خو ویلای شو، چې زموږ جسمي محدودیتونه د ژبنيو مفاهیمو په برخه کې خپل محدودیتونه ښکاره کوي، چې دغه محدودیتونه د ژبې ټولیزوالی هم دی.
 
نو داسې ویلای شو، چې نښه د مانا په درک او سپړنه کې اغېزمنه تمامېدای شي. دا ځکه چې نښه د یوې پېښې ښکارندویي کوي، یعنې پېښه کیږي، چې نښه پاتېږي. له دې سره موږ په ذهني چاپېریال کې ورته د درک لوری ټاکو، چې دا پېښه به دا ډول پایله ولري او یا به پېښه شي؛ نو د دې په وسیله موږ ته ډېرې پوښتنې راپیدا کېږي، چې کېږي به څه؟ د نښو په وسیله د پوښتنو بانک هم پرانیستل کېږي. د هر علم بنسټ نښه ده، ځکه چې د نښې په څرګندېدو سره د همغه شته تصور په برخه کې تلوسه پیدا کېږي، چې بیا په هر علم کې د پرمختګ لامل کېږي، بیا د مانا په پوهېدنه او موخې ته په رسېدنه کې راسره مرسته کوي.
 
نو ویلی شو، چې نښه او مانا نه یوازې د نورو علومو د پوهاوي مهم بحث دی؛ بلکې د معاصرې ژبپوهنې یوه اساسي برخه جوړوي.
 
درک د مانا په سپړنه او شننه کې ډېره اغېزه لري. دا ځکه چې کله موږ یو څه درک کړو بیا یې پر مانا باندې ښه پوهېدای شو، چې له دې سره د مخاطب د درک قوه، چاپېریال، ذهني تسلسل او ټولنیز وضعیت ټول تر مطالعې لاندې نیولای شو.
 
                      ماخذونه
۱: امامی، سمیرا.( ۱۳۹۸), زبانشناسی - کاربرد شناختی، کابل: انتشارات دانشگاه.
 
۲: باطني، محمد رضا.(۱۳۹۰), زبان و تفکر, ( مجموعه مقالات زبانشناسي) چاپ دهم، تهران: نشر آگه.
 
۳: پالمر، فرانک. (۱۳۹۵), نگاهی تازه به معنی شناسی,(ترجمه: دکتر کورش صفوی) چاپ هفتم، تهران: انتشارات کتاب ماد.
 
۴: کي اګدن، چارلز، ارمسترانګ ریچاردز، ایور.(۱۳۹۷), معنای معنی, (ترجمه: کورش صفوي) تهران: نشرعلمي.
 
۵: صفوي، کورش. خیال ۴، زمستان ۱۳۸۱، فصلنامه فرهنګستان هنر (درک  نشانه).