روهي ( نۍ / ۲۰ د مرغومي)، د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې څلورمه ناسته په سپېدار ماڼۍ کې ترسره شوه.
د ملي مصالحې عالي شورا مسولینو ویلي پدې غونډه کې د رهبرۍ کمېټې غړو د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او طالبانو تحریک ترمنځ د سولې خبرو اترو ته پر جوړ شوي ملاتړیز لارښود بحث او خبرې وکړې.
د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، نن د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او د طالبانو د تحریک د مرکچي پلاوو ترمنځ په دوحه کې د سولې خبرو اترو دویم پړاو خبرې پیلیږي، د ملي مصالحې عالي شورا رییس په ورته وخت تمه وښوده ، چې دویم پړاو خبرې د وخت په مدیریت سره سمې مخې ته لاړې شي.
د ملي مصالحې عالي شورا رییس د مرکچي پلاوي د غړو ټولشموله ترکیب ته په اشارې وویل، مرکچي پلاوی له پوره صلاحیت او واک سره د سولې خبرو ارتو پر اجنډا بحث کوي.
ډاکټر عبدالله عبدالله ویلي، مرکچي پلاوی د ملي مصالحې عالي شورا رهبري کمېټه د خبرو اترو له جریانه خبروي او د اړتیا پر وخت به د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې مشورو ته مراجعه کوي.
وروستي