ولسمشر غني: سولې ته له هوا ډېره اړتيا ده، له اوبو ورته ‌ډېره اړتيا ده، خو په دې شرط چې مثبته سوله وي

روهي (پنځه نۍ/۱۷ د مرغومي)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن ورځ له خپل لومړي مرستيال امرالله صالح، د ملي امنيت شورا سلاکار حمد الله محب، د مشرانو جرګې رئيس فضل الهادي مسلميار او يو شمېر لوړپوړو حکومتي کسانو په ګډون ختيځ ننګرهار ولايت ته تللی وو. 

ولسمشر هلته ننګرهايانو ته د سولې په اړه ويلي‌ دي چې له هوا او اوبو هم سولې ته ‌ډېره اړتيا لرو خو سوله بايد مثبت وي او سولې سره نظام وساتل شي. 

ولسمشر غني ويلي دي چې د ولسمشرۍ ماڼۍ څوکي د ده نه ده بلکې دا د ولس څوکي ده او دا يو نظام دی چې حیثیت لري. 

ولسمشر دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي، چې ويل کيږي د افغان سوې لپاره د امريکا متحدو ايالتو  ځانګړی استازی زلمي خليلزاد د لنډمهاله حکومت له طرحې سره راغلي او په همدې اساس ولسمشر غني ور سره لېدنه رد کړې ده.