له استاد سياف، محمد محقق او کريم خليلي سره د عبدالله عبدالله لېدنې او بحثونه 

روهي (څلورنۍ/۱۷ د مرغومي)، د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي، چې  له جهادي مشر عبدالرب رسول سياف، محمد محقق او محمد کريم خليلي سره کتلي‌ دي. 

عبدالله عبدالله له دوی سره جلا جلا لېدنې کړې  او لېکلي دي چې دغه ناستو کې د بين الافغاني خبرو پر دويم پړاو د هېواد پر روان وضعيت خبرې - اترې شوې. 

د يادونې ده چې د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوی تېره ورځ دوحې ته لاړ او طالب پلاوي سره د بين الافغاني خبرو دويم پړاو پيل کړي.