سرچينې: ولسمشر غني د حکومت په مرکچي پلاوي کې د خالد نور او غيرت بهير شتون نه غواړي 

روهي (درې نۍ/۱۶ د مرغومي)،  رسنيو د سرچينو د مالوماتو پر بنسټ لېکلي دي، چې ولسمشر غني د مصالحې عالي شورا له غړېتوبه د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د اسلامي ګوند د استازي غيرت بهير او د عطا محمد نور د زوی، خالد نور په وتلو ټېنګار کوي. 

د حکومت د مرکچي پلاوي له نوملړه د خالد نور او غيرت بهير د لېرې کېدو پر سر د ولسمشرۍ ماڼۍ او د مصالحې عالي شورا ترمنځ هم د نظر سياسي اختلاف رامنځ ته شوی، خو تر اوسه ياد کسان له لېست اېستل شوي نه دي. 

دا چې ولې ولسمشر غني د خالد نور او غيرت بهير له شتون سره مخالفت ښيي تر اوسه یې لامل څرګند شوی نه دی، خو روانه اوونۍ کې د عامې روغتيا پخواني وزير جواد احمد عثماني پر سر د ولسمشر غني او عطا محمد نور ترمنځ کړکېچ رامنځ ته شو. 

همدا ډول ګلبدين حکمتيار چې د حکومت نيوکه کوونکی دی او د اوسني حکومت پر ځای د يو لنډمهاله حکومت وايي، ولسمشر غني یې له نېږدې کس غيرت بهير سره مخالفت ښيي.