روهي (درې نۍ/۱۶ د مرغومي)، د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا د عامې روغتيا لېرې کړل شوي وزير جواد احمد عثماني او د بلخ پخواني والي عطا محمد نور سره لېدنه کړې.
عطا محمد نور پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي چې د عامې روغتيا وزير جواد احمد عثماني سره یې لېدلي؛ د هېواد په روان امنيتي او سياسي وضعيت یې سره خبرې کړې.
جواد احمد عثماني څو ورځې وړاندې له دندې ګوښه کړی شو خو په خپله جواد احمد عثماني او عطا محمد نور په دې ټېنګار کوي چې دی اوس هم د عامې روغتيا وزير دی.
عطا محمد نور له حکومت غوښتي وو چې جواد احمد عثماني دې بېرته وزير کړي او د نه کېدو په صورت کې یې د سياسي غبرګون ويلي وو.
وروستي