روهي ( درې نۍ / ۱۶ مرغومي)، د افغان سولې لپاره د دولت مرکچي پلاوی د دویم پړاو خبرو لپاره دوحې ته لاړ.
د یاد پلاوي غړو ویلي د افغان حکومت په لومړي پړاو خبرو کې هم پر اوربند ټینګار کاوه، خو طالبانو دا غوښتنه نه منله د دوهم پړاوو خبرو کې به هڅه وکړي چې طالبان هیواد کې سرتاسري اوربند ته وهڅوي څو سولې ته ورسیږي.
زلمی خلیل زاد بیا تازه څرګندونو کې ویلي دوهم پړاوو خبرو کې باید اوربند رامنځ ته شی او په افغانستان کې روان "تاوتريخوالی او هدفي وژنې د منلو وړ نه دي".
سیاسي شنونکي وایي ځینې کړۍ او وسله والې ډلې هڅه کوي چې د سولې روانه پروسه له خنډونو سره مخ کړي ځکه جګړه که یې ګټې خوندي دي.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سادات منصور نادري وایي، چې خبرو کې اوربند غوښتنه د افغانانو لومړنۍ غوښتنه ده:
"د افغانستان مرکچي پلاوی، په بریالۍ توګه د سولې خبرو دویم پړاو د پیل لپاره، له لازمو نظریاتو او لارښوونو برخمن شوی، له بیلابیلو قشرونو سره مو ۸۸ غونډې سلا مشورې وکړې څو په هېواد کې د سراسري سولې ټینګښت په موخه، خبرې له سره پیل کړي. د مشورو پرمهال روښانه شوه چې اوربند د افغانستان د خلکو لومړنۍ غوښتنه ده".
خلیلزاد بیا ویلي دویم پړاو مذاکراتو کې باید اوربند رامنځ ته شي.
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی په پاکستان کې د پاکستاني پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره تر لیدلي.
نوموړي په ټوېټ پیغامونو کې ویلي دي چې د مذاکراتو په دویم پړاو کې باید چټک او د پام وړ پرمختګونه وشي. دده په خبره په افغانستان کې روان تاوتریخوالی او هدفي وژنې د منلو وړ نه دي او د مذاکراتو په دې پړاو کې باید ژر تر ژره اوربند رامنځ ته شي.
هغه همدا راز ویلي چې له باجوه سره یې په افغانستان کې پر روان وضعیت او سولې خبرې کړې دي.
د سولې روانې پروسې څارونکی ثناء الله ځاځی وایي هیواد کې روان حالت هدفي وژنې او وېره جدي ده او دواړو اړخونو ته پکار ده چې ورته پام وکړي.
ځاځی وایي "افغان حکومت او طالبان دواړه باید د امریکایانو تر بشپړو وتلو وړاندې یو توافق ته ورسیږي، ځکه چې له هغه وروسته به حالت لا زیات خراب شي وسله وال طالبان،مافیا او نورې کړۍ هڅه کوي چئ د سولې خبرو روان بریالی بهیر له خنډونو سره مخ کړی هدفي وژنې کوي او تاوتریخوالی یې زیات کړی."
افغان ولسمشر اشرف غني د اندونیزیا جمهوررئیس سره په سوله خبرې کړي د اندونیزیا جمهور ریس ویلي د افغانستان د سولې پروسې د ملاتړ لپاره سیمه ییزو او نړیوالو همکاریو ته په اشارې، له سولې پروسې څخه د علماوو بین المللي دوامدارې اجماع سره د مرستې ژمنه کړي.
دویم پړاو مذاکرات داسې مهال پیليدونکي دي چې په کور د نننه وضعیت خورا ترینګلی دی او روانو نا امنیو د افغانانو ژوند تریخ کړی دی.
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویلي چې طالبان باید د حکومتي چارواکو، مدني فعالانو او خبریالانو د هدفي وژنو کمپاین چې مسؤلیتیې هم نهمني، پای ته ورسوي.
د دغو ځواکونو ویاند ډګروال ساني لګېت دغه اندیښنه په خپل رسمي ټویټر څرګنده کړي.
د خبریالانو په شمول ځیني افغان خبریالان او د ښځو د حقونو او مدني فعالان په تېرو څو میاشتو کې په مقناطیسي ماین چاودنو او وسلهوالو بریدونو کې وژل شوي.
په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند وايي، د طالبانو د بریدونو په مقابل کې د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي او په خبره یې د دوی ادعا غلطه ده چې امریکا د دوحې له تړون سرغړونه کړې.
وروستي