افغانستان کې د نړیوال اسلامي پوهنتون جوړولو کمیسیون بله ناسته ترسره کړه

روهي ( درې نۍ / ۱۶ مرغومي)، تیره ورځ په افغانستان کې د نړیوال اسلامي پوهنتون د جوړولو د تعقیب او همغږي کمیسیون لومړۍ ناسته د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په مشرۍ د ننګرهار والي په ګډون د بیلابیلو وزارتونو له وزیرانو او د چارو ادارې له مسولینو سره ترسره شوه.
 

 
د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر ویلي  چې د ننۍ ناستې اصلي هدف په ننګرهار ولایت کې د نړیوال اسلامي پوهنتون د جوړولو په اړه د ولسمشر د فرمان د پلي کیدو په اړه بحث کول دي.
 

اتمر د پوهنتون جوړولو او د اړوندو وزارتونو او ادارو مسؤلیتونو مشخص کولو په اړه د بهرنیو چارو وزیر له اړوندو اداراتو څخه غوښتنه وکړه چې دوی هر یو د اسلامي همکاریو سازمان کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سفارت تفصیلي راپور او د پوهنتون د جوړیدو په اړه ترتیب سوی ماسترپلان په دقت سره مطالعه او د ساختمانۍ، اداري او اکاډمیک، او د پروژې بودیجې او تمویل په اړه خپل مشخص نظرونه او وړاندیزونه چمتو کړي ترڅو په راتلونکي ناسته کې یې په اړه بحث او تبادل نظر وشي.
 
 
ورپسې، ګډونوالو د نړیوال اسلامي پوهنتون د جوړولو د کار د پیل په اړه د موجوده ننګونو او اړتیاوو په څیړلو سره خپل نظریات شریک کړل او پریکړه وشوه چې اړوند وزارتونه او ادارې به د راپور او ماسټر له کره مطالعې وروسته خپل ځانګړي نظریات وړاندې کړي. د اړوندو اداراتو د نظریاتو طرح او ترتیبول به پدې برخه کې د عملي ګامونو پورته کولو زمینه مساعده کړي.