روهي (دوه نۍ/۱۵ د مرغومي)، نن سهار، ولسمشر محمد اشرف غني د ملي دفاع وزارت د غونډو په تالار کې د اصلاحاتو د ارزونې په اړه جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
د ملي پوځ لوړ رتبه مامورينو او پوځيانو ته ولسمشر محمد اشرف غني په خپلې وينا کې ويلي، چې وخت په وخت د جګړې لومړۍ کرښې د زړورو سرتېرو احوال اخلم، وړاندیزونه او غوښتنې یې اورم. ورځ تر بلې د دوی ژمنتیا، اراده او ظرفیت لوړېږي. دوی ځانته هېڅ نه غواړي، د وطن، نظام، اساسي قانون او جمهوریت ساتنې ټینګه ژمنتیا تازه کوي.
ولسمشر همدا ډول په ملي دفاع وزارت کې د اصلاحاتو په عملي کېدو کې د یاد وزارت د لومړي مرستیال شاه محمود میاخېل هڅې وستایلې او وې ویل، دا اصلاحات ستاسو د پایدارۍ او د جګړې د لومړۍ کرښې د بریدملانو او سرتېرو غوښتنو او وړاندیزونو ته د رسیدګۍ لپاره تطبیقېږي.
ولسمشر غني د لومړۍ کرښې د سرتېرو د احوال اخیستو له امله لوی درستیز سترجنرال یاسین ضیا ته د غازي وزیر محمد اکبر خان دولتي مډال، د زړورتیا ښودلو له امله د ۲۱۵ میوند قول اردو د دریمې لوا د دویم کنډک قوماندان ډګرمن علیم بېګ ته د ډګروالۍ رتبې او د جګړې د لومړۍ کرښې سلو زړورو سرتېرو ته د زړورتیا، مېړانې او وطن دوستۍ له امله د مډالونو د ورکړې اعلان وکړ.
وروستي