د پاکستان د پوهنې وزير: مولانا فضل الرحمن د حکومت ضد غونډو او لاريونونو کې د مدرسو له زده کوونکو ګټه اخلي

روهي (دوه نۍ/۱۵ د مرغومي)، د پاکستان د پوهنې وزير شفقت محمود پر ټوېټر لېکلي دي چې د پاکستان د حکومت ضد د ولسواکۍ غورځنګ په نوم سياسي حرکت په خپلو ناستو او لاريونونو کې د ديني مدرسو له زده کوونکو ګټه اخلي. 

محمود لېکلي چې د مولانا فضل الرحمن دغه کړنه د قانون خلاف ده، زده کوونکي په سياسي مسايلو کې دننه کوي او له درس یې باسي. نوموړي له اړونده ادارو غوښتي دي چې په دې اړه اقدامات وکړي. 

دغه پاکستاني چارواکي ويلي دي چې د کرونا ويروس د دويمې  څپې د خپرېدو ه امله ښوونځي او مدرسې تړل کيږي، خو د مولانا فضل الرحمن په څېر کسان له دغه فرصت ناوړه ګټه اخلي. 

له تېر نېږدې يو کال راهيسې د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د پاکستان د سياسي ګوندونو اپوزېسيون رامنځ ته شوی او د عمران خان د حکومت پر وړاندې لاريونونه کوي.