ولسمشر غني د سولې مرکچي پلاوي ته: مونږ در سره يو، د اساسي قانون په چوکاټ کې خبرې وکړئ 

روهي (دوه نۍ/۱۵ د مرغومي)، افغان ولسمشر محمداشرف غني تېر مازدیګر د افغانستان اسلامي جمهوریت د سولې مذاکره کوونکي پلاوي رئیس او غړو سره چې ټاکل شوې د سولې مذاکراتو په دویم پړاو کې د ګډون په موخه ژر د قطر پلازمېنې دوحې ته ولاړ شي، وکتل.

ولسمشر مذاکره کوونکي پلاوي ته په خطاب کې وویل، د افغانستان دولت او ولس ستاسې ملاتړ کوي او هیله لري چې، د اساسي قانون په رڼا او د افغان ولس د لیدلورو مطابق مذاکره وکړئ، ترڅو دغه مذاکرات بریالي ترسره شي.

ولسمشر محمد اشرف غني همدا ډول د سولې په مذاکراتو کې د بین المللي بریالو تجربو د یادولو پر مهال، د سولې مذاکره کوونکي پلاوي څخه د دولت د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړ او د سولې مذاکراتو نوي پړاو کې یې ورته د بریا هیله وکړه.