عطا: د عامې روغتيا وزير سپکاوی شوی؛ په دې اړه مې د سمنګان ولايت جهادي قومندانانو سره وکتل 

روهي (يوه نۍ/۱۴ د مرغومي)، د بلخ پخواني والي او د جمعيت ګوند اجرائيوي رئيس عطا محمد نور پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي، چې د جواد احمد عثماني د شوي سپکاوي په اړه د شمال زون سمنګان ولايت يو شمېر جهادي مشرانو سره کتلي دي. 

عطا محمد نور لېکلي دي چې دا چې دوی په راتلونکي کې څه وکړي، سلا مشورې یې روانې دي او په اړه به یې وروسته پرېکړې شريکې کړې. 

عطا محمد نور تېره ورځ هم پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي وو، چې ولسمشر ماڼۍ ورته زنګ کړی چې ولسمشر غني در سره خبرې کوي، خو ده دغه غوښتنه ور رد کړې ده.