روهي ( یوه نۍ / ۱۴ د مرغومي)، د فغانستان د ملي مصالحې عالي شورا په قطر کې د سولې خبرو د دوهم دور په پیلېدو سره د ښو لاسته راوړنو خبره کوي.
د دولت د سولي مرکچي پلاوي له طالب استازو سره په دوحې کې د خبرو تر لومړني پړاو وروسته شاوخوا درې اونۍ په کابل کې د بېلابېلو اړخونو سره سلا مشورې وکړې.
د افغان دولت د سولې مرکچي پلاوی د بل پړاو خبرو لپاره سبا دوحې ته ځي.
د افغان دولت د سولې مرکچي پلاوی وایي، پر چارواکو سربېرهیې له سیاستوالو، ګوندنو او د ټولنې له نورو قشرونو سره مشورې کړي او په پوره چمتووالي خبرو ته ورځي.
دغه پلاوی نن (یکشنبه) له ولسمشر محمد اشرف غني سره مشورتي غونډه هم لري.
پاینده محمد حکمت د ملي مصالحې شورا سلاکار او د سیاسي چارو شنونکی وایي چې د بین الافغاني مذاکراتو د دویم پړاو د پيل په درشل کې ښايي دا پړاو له ګڼو خنډونو او ستونزو ډک وي.
حکمت وایي وایي " تمه ده چې خبرې به په خپل وخت پیل شي د دوحې په لور تر روانېدو مخکې پتیېل شوې مرکچي پلاوی د افغان ولسمشر او پخلاینې عالي شورا وروستۍ لارښوونې تر لاسه کړي.
خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم په تازه څرګندونو کې ویلي، دوی د سولې دویم پړاو خبرو بیا پیلېدو ته چمتو دي.
د افغانستان جمهوررئیس اشرف غني تیره ورځ له غرمې مخکې د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره ټلیفوني خبرې کړي، دواړو لوریو د افغانستان پرسولې پروسې د بحث ترڅنګ په سملاسي اوربند ټینګار کړی او د قطر امیر ژمنه وکړه چې حکومت به یې اوربند ته د زمینې برابرولو هڅې وکړي.
د افغان دولت د مذاکراتي ټیم غړی حفیظ منصور وايي د اوسني نظام د ساتنې یوازینۍ لار د مؤقت حکومت جوړېدل دي.
منصور وایي " د مذاکراتو په دې پړاو کې پر اوربند ټینګار کوي، خو داسې ښکاري چې طالبان به تر هر څه وړاندې د راتلونکي حکومت پر جوړښت خبرې وکړي.
د چارو کتونکي او د سولې خبرو ته نږدې کارپوهانو بیا وایي طالبانو ته اوس د اوربند پر ځای د خپلو نورو بندیانو خوشې کول او د راتلونکي نظام څرنګوالی مهم دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په خپله ټویټر لیکلي، افغانستان کې په تېر یو کال کې هیڅ کوم امریکایي سرتېری نه دی وژل شوی.
امریکا له طالبانو سره د تېر کال په فبرورۍ میاشت کې د سولې تړون لاسلیک کړ چې له هغه وروسته وسلهوالو طالبانو پر امریکایي ځواکونو هیڅ کوم برید نه دی کړی، او د امریکا د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۹ کال کې ۲۰ امریکایي سرتېري وژل شوي وو په داسې حال کې چې له طالبانو سره تر هوکړې وروسته یې هیڅ کوم سرتېري ژوند نه دی بایللی.
خو د دوو لسیزو جګړو پر مهال زرګونه عام افغانان وژل شوي.
وروستي