تیر کال هیڅ امریکایي سرتیری نه دی وژل شوی خو زرګونه افغانان وژل شوي جګړه د چا په ګټه...؟

روهي ( یوه نۍ / ۱۴ د مرغومي)، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وایي، په تېر یو کال کې افغانستان کې هیڅ امریکایي سرتېری نه دی وژل شوی.
 
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په خپله ټویټر لیکلي، افغانستان کې په تېر یو کال کې هیڅ کوم امریکایي سرتېری نه دی وژل شوی.
 
امریکا له طالبانو سره د تېر کال په فبرورۍ میاشت کې د سولې تړون لاسلیک کړ چې له هغه وروسته وسله‌والو طالبانو پر امریکایي ځواکونو هیڅ کوم برید نه دی کړی، او د امریکا د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۹ کال کې ۲۰ امریکایي سرتېري وژل شوي وو په داسې حال کې چې له طالبانو سره تر هوکړې وروسته یې هیڅ کوم سرتېري ژوند نه دی بایللی.

د سولې مذاکره کوونکی پلاوی وایي د ا ځل به بیا بحثونه سخت، ستونزمن او لانجمن وي؛ ځکه چې له یوه اړخه د سولې په تړاو د دواړو لورو په ارادو او نیتونو کې ستونزې شته او له بله اړخه د دواړو لورو د غوښتنو ترمنځ هم واټن زیات دی.
 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په افغانستان کې د ټرمپ د سولې له تګلارې دفاع کړې ده.
 
 نوموړي په یو لړ ټوېټونو کې ویلي چې د ټرمپ د سولې تګلاره بریالۍ وه او د دوحې تړون له امله په یوه کال کې هېڅ امریکایي عسکر هم په افغانستان کې نه دی وژل شوی. 
خو د دوو لسیزو جګړو پر مهال زرګونه عام افغانان وژل شوي.

که څه هم د تیر دوه زره شلم کال عامو خلکو وژنې شمیر مالوم نه دی خو د بشر حقونو خپلواک کمیسیون وایي چې هیواد کې روانې جګړې د زرګونه کورنیو ژوند اخیستی ،خلک مو ګډه شوي،وژل شوي،ژوبل شوي او لا هم د سولې پاتې ارمان ته نه دي رسیدلي.
 
 
 پمپیو داسې مهال په افغانستان کې د واشنګټن پلان بریالی بولي چې امریکایي ځواکونه له جګړو خوندي دي خو خونړۍ جګړه هره ورځ د افغانانو ژوند اخلي.