۵۲ اونۍ وړاندې افغانستان ته کرونا راغله اوس پیښې ښکته ځی که مخ په وړاندې؟

روهي ( نۍ / ۱۳ د مرغومي)، دعامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۱۲۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵۲ زره او ۷۰۶ ته رسېدلی دی. 
 
د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته ۱۱ تنه مړه شوي او ۱۱۶ نور بیا بېرته روغ شوي دي. 
 
د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر ۲ زره او ۲۲۲ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۴۲ زره او ۲۹۱ ته لوړ شوی دی. 
 

د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند نورالله تره کي وایي چې دکرونا ويرس٥٢ اونۍ تېرې شوې چې کرونا افغانستان ته راغلي.
 

 تره کی وایي پېښې ښکته او پورته ځي خو نږدې ٥٢ اونۍ نسبت ٥١ اونۍ ته ښه وه چې په ٥١ اونۍ کې ١٣١١مثبتې پيښې ثبت شوي او ١٠٤ تنه مړينه وه خو په ٥٢ اونۍ کې ٨٥٩ مثبتې پيښې ثبت شوي چې له جملې يي ٦٤ تنو خپلو ژوند له لاسه ورکړی.