د کندهار والي حیات الله حیات خبرو ته د تادین خان غبرګون

روهي ( نۍ / ۱۳ د مرغومي)،تادین خان:  "پولیسو دندې نه دي پریښي په میړانه له خپلې خاورې دفاع کوي"
 
د کندهار امنیه قوماندان تادین خان د والي حیات الله حیات هغه څرګندونې چې په یاد ولایت کې ۷۰ سلنه پولیسو دندې پرېښې رد کړې.

 د کندهار والي دې وروستیو کې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي وو  چې په کندهار کې یوازې ۳۰ سلنه پولیس په دندو پاتې دي او ۷۰ سلنه پولیسو دندې پرېښې دي. 
 
د کندهار امنیه قومندان ویلي، اوس مهال د نورو وختونو څخه زيات عام ولس دې ته ليواله شوی چې د پوليسو اردو او ملي امنيت ليکو ته خپل اولادونه ولیږي.
 
 د طلوع نیوز خبر په اساس چې دکندهار په شپږو ولسوالیو کې جګړه روانه ده چې له امله یې دواړو لوریو ته درنه مرګ ژوبله اوښتي.