د ۲۰۲۱ کال په لومړۍ ورځ؛ یو بل افغان خبریال هم ووژل شو د کال تر پایه ناخبره...؟

روهي ( نۍ / ۱۳ د مرغومي)، په غور ولايت کې د صدای غور راډيو خبريال، بسم الله عادل ايماق په يوه وسله وال بريد کې  تیره ورځ ووژل شو.
 
د غور امنیتي مسولینو په خبره، په نوموړي تیر مازديګر د غور مرکز فيروز کوه ته نږدې، نامعلومو وسله والو بريد کړی دی.
 
د چارواکو په خبره څه موده مخکې د هغه پر کور لاسي  بمب هم غورځول شوی و.
 
 خبریالان ملګري یې وايي چې هغه تر امنیتي‌ ګواښ لاندې و او چارواکو ته یې خبر هم ورکړی وه خو امنیتي ځواکونو یې د ژوند خوندیتوب او امن ځای کې د اوسیدو فرصت برابر نه کړ چې د ښمن خپلې موخې ته ورسید.
 
کابل کې د امریکا سفیر راس وېلس غور ولایت کې د غور غږ راډیو د مسوول، بسم الله عادل ایماق وژنه غندلې.
 
نوموړی وایي د بیان پر آزادي او هغه چا دې بریدونه نور پای ته ورسیږي چې د خلکو غږ تر نورو رسوي.
 
دا په تېرو شاوخوا دوو میاشتو کې څلورم افغان خبریال دی چې وژل کیږي او په تیر ۲۰۲۰ کال کې بیا ۱۴ خبریالان وژل شوي، د ۲۰۲۱ لومړۍ ورځ؛ یو بل افغان خبریال هم ووژل شو او د کال تر پایه ناخبره چې څوک او څومره خبریالان وژل کیږي.
 
د بي پولو خبریالانو ټولنه وايي افغانستان د هغو هېوادونو په کتار کې دی چې خبریالانو ته تر ټولو خطرناک بلل کیږي.