ژوند د فزیک په قوانینو کې رانغښتی  دويمه برخه

په فزیک کې موږ یو قانون د سطحه او قوه په هکله لرو، چې په دې قانون کې، د سطحه او قوه تر منځ اړیکه معکوسه ده. یعنې په هره اندازه چې سطحه ډېره شي، وارده شوې قوه کمیږي. او په هره اندازه چې سطحه کمه شي وارده  شوې قوه ډېريږي. په ورزنيز ژوند کې که موږ د خپلو کارونو نتیجه وارزوو؛ نو موږ ته به په ډاګه ښي، چې د فزیک ددې قانون څخه مستثنا نه یو. دا په دې مانا که موږ په یوه وخت کې په څو کارونو باندې لږیا واوسو، نو موږ زیاتې انرژي یا قوه ته اړتیا لرو. یعنې کارونه که سطحه وګڼو او کومې لاسته راوړنې چې موږ یې لرو د وخت په انتروال کې هغه قوه یا انرژي وانګیړو. دا موضوع به موږ ته واضح شي. مثلاً موږ غواړو په یوه وخت کې دوې ژبې زده کړو، نو دا واضح استدلال دی، چې د دو ژبو د زدکړې لپاره په هم زمان وخت کې، د زدکړې نتیجه به ژر نه وي، ځکه چې دلته سطحه پراخه شوه یعنې دوې ژبه شوې، چې باید زده شي. او کومه قوه چې موږ یې لرو؛ هغه هم په دوو برخو وویشل شوه. نو نتیجه به ژر حصول نه شي. کېدا شي ښه هم نه وي. که تاسو خپل ځان لپاره څو موخې ټاکلي وي. غواړۍ چې په خپل ژوند کې یې ژر لاسته راوړئ. او د ژوند د لمړي توبونو څخه مو وي. تاسو اول کوشش وکړئ چې په دې موخو کې ترټولو مهمه یوه په نشه کړئ. او لمړي هغه ته کار وکړي چې د نورو موخو په پرتله مهمه وي. ځکه سطحه کوچنۍ کېږي او قوه یا انرژي ډېرېږي، او ستاسو لاسته راوړنه به هم په کې ښه او پر خپل وخت وي. مثلاً که تاسو د دوو ژبو پر ځای لمړۍ هغه یوه ژبه و ټاکئ چې تاسو ته ډېره مهمه ده. د فزیک د دې قانون په استنباط؛ تاسو به مطلوبې پایلې ته ژر ورسېږي، ځکه انرژي یا قوه دېره او متمرکزه وي او نه وېښل کېږي.

په فزیک کې مو د فشار د قانون په هکله څه لوستي دي؟ د فشار قانون د سطحه قانون ته ورته والی لري. په هره اندازه چې قطر کوچنی وي، فشار دېریږي. مثلاً که تاسو د اوبو د پیپ قطر په نظر کې ونیسئ. په هره اندازه چې د پیپ قطر کوچنی وي، د اوبو فشار به ډېر وي، لرې ځای ته اوبه شنی شي. او په هره اندازه چې د پیپ قطر لوی وي، د اوبو فشار به لږ وي، لرې ځای ته اوبه نه شي شنی. کېدای شي تاسو ته سوال خلق شي. چې دا قانون نو زموږ د ژوند سره څه اړيکه لري. او که تاسو په خپل ذهن کې د خپلو موخو یا هدفونو یو انځور وکښئ، تاسو به پو شي چې د دې قانون اړیکه او ورته والی څه دی.هو، که ستاسو موخې ډېرې ژورې نه وي او سطحي وي. یا ډېرې لویې نه وي. نو تاسو کولی شۍ، په ځان باندې د لږ فشار په راوړلو سره هغه تر لاسه کړئ. مثلاً غواړي د یوه کوچنې ناول یوه برخه ولولئ. نو ددې د لوستلو لپاره تاسو ته ضرورت نشته چې په ځان باندې ډېر فشار راوړئ. 

خو که ستاسو موخه یا هدف ژور اوږد مهاله او لوی وي. د فزیک د فشار د قانون په استنباط تاو سو اړ یاست، چې پر ځان دېر فشار او خواري ومني. تر څو خپلې موخې ته ورسېږي. پرته له دې؛ نظر دې قانون ته ناشونې ده چې خپلې موخې ته ورسېږئ. مثلاً تاسو غواړئ په داسې یوه موضوع کې تحقیق وکړئ، چې نوې وي او لادمخه چا په دې هکله تحقیق نه وي کړی. نو ددې لپاره باید تاسو پر ځان ډېر فشار ومنئ.