ژوند

د غره په شنه لمنه کې یوه ښکلې چینه ده. زه به تل هلته تلم او د طبیعت له انګازې څخه مې خوند اخیست. په فکرونو کې به ډوب وم. هر څه ښه ښکارېدل په ځانکړي ډول کله به چې باران وورید او شنه زرغونه به یې جوړه کړه، ځان سره به مې وویل: چې د انسان ژوند د شنه زرغونه په ښان شکلی، رنګ رنګ او لنډ دی.

یوه ورځ د چینې غاړې ته ناست وم چې یو ملنګ را غلو، له چینې څخه یې سړې اوبه وڅکلې. ماته یې وکتل وویل ځوانه ژوند داسې څوږ دی لکه د ټږې پروخت چې په سړو اوبو  تنده دې ماته کړې.

ده هم د چینې تر غاړې یوې ډبرې ته ډډه ووهله. په خیالونو کې ډوب شو لږ ځڼد نه وروسته د شپلۍ پر غږ راویښ شو. سوکه یې وویل: دا غږ له کوم ځایه راځي. ورته ومې ویل: د غره په هغه بله ډډه کې د کلي چوپان شپلۍ غږوي. مسک شو ورو يې وویل: ځوانه ژوند لکه شپلۍ دي، څوک یې له ډېره غمه غږوي څوک یې له ډېرې مینه غږوي او څوک یې له مستۍ نه غږوي. ژوند هم همدا شان دی له دې حالاتو څخه خلاصون په کې نشته. خو څوک چې د ژوند په ښکلا پو شي هغه یې له ساز نه خوند اخلي، څوک یې ساز ته نڅیږي، ځینه بیا مستوي.

د باران څاڅکی مې پر اننګو پریوت، په اسمان کې شنه زرغونه جوړه شوه، دومره ښکلې وه چې باوري یم هېڅ چا به هم ستر ګې نه وی ترې پنا کړي. په هر رنګ کې یې یوه بیله ښکلا نغښتې وه. 

الوتونکي هم له ډېري خوشالۍ څخه په اسمان کې نڅیدل او خپله نغمه یې زمزمه کولې. ټول طبیعت ته یې ښکلا ور بښلې وه. خو ګړۍ ورسته شنه زرغونه ړنګه شوه، په چارچا پېره مې ارامې خوره شوه.

لمر بریښدا، سترګه پر سترګه نشوی ورسره کېدلی. ملنګ غږ وکړ څنګه ښایسته شنه زرغونه وه چې پر کاتو یې د انسان مړه جسم ته روح ور بښله، ته پوهېږه چې دا شنه زرغونه د همدې لمر له نور څخه جوړه وه، خو اوس ورته ګوره د لمر نور ته په مستقیمه توګه حتا کتل هم نه کيږي. دا هم د ژوند د حالاتو په ښان ده کله غم کله ښادي، کله ښایست کله بدرنګې، کله خندا کله ژړا. د دې په اوریدلو مې د شوپنهاور وینا رایاد شوه چې ویلي یې وو، 

ژوند: لکه دزربفتو توکى مخ او څ  لري . هغه ښکلا چې په مخ کښې  شته په څټ  کښې نشته مګر دټوټې اوبدانه( بافت)  له مخ نه په څټ  کښې ښه ليدل کېږي. "

په رښتیا چې ژوند همداسې ده، ځینه شیان انسان ته ښایسته بریښي خو دومره هم په کې جمال نه وي‎، ځینه بیا د بدرنګۍ په مدار کې څرخیږي خو په هغه اندازه بدرنګ نه وي.