عطا: د احمد جواد عثماني ګوښه کېدنه له قانون پورته پرېکړه او سپکاوی دی؛ مونږ یې د (حیثیت) ادعا کوو 

روهي (جمعه/۱۲ د مرغومي)، د بلخ پخواني والي او د جمعيت ګوند اجرائيوي رئيس عطا محمد نور د عامې روغتيا لېرې شوي وزير احمد جواد عثماني ګوښه کېدو ته په خپل دويم غبرګون کې ويلي دي، چې په دې اړه یې ناستې کړې دي. 

نوموړي پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي چې د احمد جواد عثماني ګوښه کېدنه له قانون پورته پرېکړه، نوموړي ته سپکاوی او دوی به د احمد جواد عثماني د حیثیت ادعا وکړي. 

عطا محمد نور لېکلي دي چې د عثماني د ګوښه کېدو په اړه یې د فاریاب، سمنګان، جوزجان، سرپل او‌ بلخ ولايتونو له ځوانانو، جهادي قومندانو، او جمعيتانو سره ناستې او لېدنې کړې دي. 

عطا محمد نور په پای کې دا خبرداری ورکړی دی چې د دوی د دغه موضوع په اړه وړاندې ځي او په حوصلې او اراميتا سره.