لغمان کې بزګرانو ته کرنیز ماشینونه ورکړل شوه

روهي ( جمعه /  ۱۲ د مرغومي)،په لغمان کې د میکانیزه کرکېلي پرلور؛ یوشمېر بزګرانو سره د کرنیزو ماشینونو مرسته وشوه.
 
د کرنې او.مالدارۍ وزارت له لوري خپاره شوي خبر پاڼه کې راغلي د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د خوړو نړیوال پروګرام«WFP» په مالي او د «اکټېډ» موسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د کرنې د میکانیزه کېدو په پار د څه باندې دوه میلیونه افغانیو په ارزښت له یوشمېر بزګرانو سره د کرنیزو ماشینونو مرسته وکړه.
 
 
د لغمان دکرنې رییس محمدجمیل خوشحال وایي، چې په دغو مرستو کې ټراکټورونه، جنراټورونه او نور اړین کرنیز توکي شامل دي، چې ددې ولایت د مرکز مهترلام اړوند د علي خېلو او باغ میرزا او د یاد ولایت د قرغیو ولسوالۍ د دره لام کلیو پر درېوو ټولنو وېشل شوي دي.
 
ددغو مرستو موخه د بزګرانو ملاتړ او په دې ولایت کې د کرنې میکانیزه کول دي.

 مسولین وایي له یادو توکو څخه برخمن شوي بزګران وایي، له کرنیزو ماشینونو او توکو څخه په استفادې سره هلې ځلې کوي، چې ډېر او باکیفیته حاصلات تر لاسه کړي.
د دغو توکو په وېش غونډه کې د لغمان مرستیال والي او ددې ولایت یو شمېر سیمه ییزو چارواکو هم ګډون درلود.