سرتیري زبیح الله موټر بم ته غیږه ورکړه خو کورنۍ باندې یې رڼا ورځ توره شپه کړه...

روهي ( جمعه /  ۱۲ د مرغومي)، زبیح الله همسنګران وژغول خو کورنۍ ته یې لوی غم پاتې شو.
 
د پولیسو یو تن سرتېري ذبیح الله د تېرې دوشنبې پر ورځ د فراه ولایت په انار درې ولسوالۍ کې یو موټربم کشف او له منځه یوړ، چې په پېښه کې خپله ووژل شو، خو نور سرتېري او ځايي اوسېدونکي یې وژغورل.
 
د سرتیري زبیح الله کورني غړي وایي د کورنۍ ژوند هستي یې لاړه اوس د راتلونکي په اړه اندیښمن دي،له مسولینو غوښتنه کوي چې زبیح الله د وطن او خاورې لپاره ځان قربان کړ مسولین د هم د دوي کورنۍ لاس نیوی وکړي ځکه رڼا ورځ یې توره شپه شوه چې د راتلونکي ژوند برخلیک به یې په دا بې وسه او غریب ژوند کې کوم لوري ته لاړ شي؟
 

د کورنیو چارو وزیر محمدمسعود اندرابي ویلي د یاد سرتېري له کورنۍ سره ټیلېفوني خبرې کړې دي او ډاډ یې ورکړی، چې د یاد سرتېري امتیازات به پر وخت ورکړل شي.